د استنبول-تهران-اسلام آباد مال ګاډی روان شو
په ترکيې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت اقتصادي صلاحکار د استنبول، تهران او اسلام آباد ترمینځ د مال ګاډي د پیلیدو خبر ورکړ.
په ترکيې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت اقتصادي صلاحکار د استنبول، تهران او اسلام آباد ترمینځ د مال ګاډي د پیلیدو خبر ورکړ.
محسن صیفي زمونږ خبریال ته په مرکه کښې وویل: د ترکیې، ایران او پاکستان د کوریډور د باري اورګاډي خوځښت پرون له استنبوله پیل شو.
هغه د ترکیې، ایران او پاکستان لپاره د دغو دریو هیوادونو ترمینځ د ریل پټلۍ د کار پیلولو اهمیت او اقتصادي سپما ته په اشارې سره وویل: د دې کوریډور مال ګاډی د تګ راتګ په لاره د ۱۵۰۰ ټنه وزن په وړلو سره د دغو هیوادونو د سوداګري تبادلاتو اندازه تر ۵۰ فیصدو زیاتولې شي.
د پاکستان، ایران او ترکیې ریلي کوریډور کولې شي چې له چین څخه د سامانونو د انتقال لپاره د وریښمو نوې لاره د ایران له لارې اروپا ته ورسوي.
یاده دې وي چې د دغه مال ګاډي تګ راتګ له ۲۰۰۹ کال څخه بند شوی و.