له لوږې سره د مبارزې لپاره د پاکستان جامع طرحه پیل شوه
د پاکستان حکومت په خپل هیواد کښې له لوږې سره د مقابلې هراړخیز پروګرام پیل کړی دی.
د پاکستان حکومت په خپل هیواد کښې له لوږې سره د مقابلې هراړخیز پروګرام پیل کړی دی.
په دغه پلان کښې چې (په پاکستان کښې به هیڅ څوک وږې نه اوده کیږي) په عنوان سره پیل شو، ټاکل شوې چې د ځینو ټولنیزو او د خیرښیګړې د ادارو په مرستې سره بې وزله سیمې معلومې شي او د یو دقیق پروګرام له مخې، په اړمنو کسانو خواړه وویشل شي.
د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي صلاحکار هم په یو ټویټ کښې ولیکل: تراوسه د معیشتي ستونزو د هواري په تیره بیا د کرونا له اقتصادي پایلو سره د مقابلې لپاره د ټولنې په بې وزله پرګنې باندې میلیارډونه روپۍ ویشل شوې دي.
د خوړو د نړیوال سازمان په لیسټ کښې د پاکستان د موقعیت د ښه کیدو او ۸۸ نمبر ته له رسیدو سره سره، په دغه هیواد کښې د خوراکي توکو د سخت کمي له امله د مړو شمیر لاهم په زیاتیدو دی داشان چې په تیرو یوازې دوو میاشتو کښې له دیرشو زیات پاکستاني ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.