د پاکستان د هوائي ځواک نوے قوماندان وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i97756-د_پاکستان_د_هوائي_ځواک_نوے_قوماندان_وټاکل_شو
د پاکستان وزيراعظم ائرمارشل ظهير احمد بابر د دغه هېواد د هوائي ځواک د نوي قوماندان په توګه وټاکۀ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 18, 2021 07:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان د هوائي ځواک نوے قوماندان وټاکل شو

د پاکستان وزيراعظم ائرمارشل ظهير احمد بابر د دغه هېواد د هوائي ځواک د نوي قوماندان په توګه وټاکۀ.

د اېرنا د رپوټ له مخې د دغه هېواد د هوائي ځواک اوسنے قوماندان مجاهد انور نن پېنشني کيږي او ائرمارشل ظهير احمد بابر به د پاکستان د هوائي ځواک واک اختيار په لاس کښې واخلي.

ظهير احمد بابر به د پاکستان د هوائي ځواک شپاړسم قوماندان وي او د هغه انتخاب د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو له کلني پرېډ نه يوازې شپږ ورځې مخکښې ترسره شو.

د دغه هېواد د هوائي ځواک نوے قوماندان به تر درې کلونو پورې دغه عهده په غاړه ولري.