د امریکا طالبانوډلې ترمینځ موافقه دسیاسی حل یوه موقعه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i98214-د_امریکا_طالبانوډلې_ترمینځ_موافقه_دسیاسی_حل_یوه_موقعه_ده
د  پاکستان د خارجه وزارت ویندوي وئيلي دي ، پاکستان به د  بین الافغاني خبرواترو  هرډول   موافقه   مني او په افغانستان کې  به د امنیت او آرامښت د ټينګیدا لپاره  خپلې درستې هلې ځلې دتیر  په څير وکاروي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2021 03:06 Asia/Kabul
  • د امریکا طالبانوډلې ترمینځ موافقه دسیاسی حل یوه موقعه ده

د  پاکستان د خارجه وزارت ویندوي وئيلي دي ، پاکستان به د  بین الافغاني خبرواترو  هرډول   موافقه   مني او په افغانستان کې  به د امنیت او آرامښت د ټينګیدا لپاره  خپلې درستې هلې ځلې دتیر  په څير وکاروي .

زمونږخبریال د جنګ نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ ، دپاکستان د خارجه وزارت ویندوي حفیظ چودهري  پرون په یولړڅرګندونو کې وئيلی دي ، دافغانستان د سولې دبهیر د پرمختګ  لپاره  د قطر په دوحې کې دطالبانو ډلې او امریکا ترمینځ شوي موافقه یو تاریخي فرصت  برابر کړی ، چې باید ورڅخه سمه استفاده وشي .

حفیظ چودهري  وئیلي دي ،پاکستان تل  په کرتو وئيلي دي ، چې  د افغانستان بحران هیڅکله هم پوځي حل لاره نه لري  او  دافغانستان حکومت ا ومخالف لورو ترمینځ  د اختلافاتو  د ختمولو لپاره  د  جامعو خبرواترو ملاتړ  کوي .  

 په عین حال کې د  پاکستان د خارجه وزارت ویندوي وئيلي دي ، پاکستان به د  بین الافغاني خبرواترو  هرډول   موافقه   مني او په افغانستان کې  به د امنیت او آرامښت د ټينګیدا لپاره  خپلې درستې هلې ځلې دتیر  په څير وکاروي .

 داپه داسې حال کې دي چې  په قطر کې د طالبانو ډلې  او امریکا تر مینځ دسولې په اړه تش په نامه موافقې  او  دغه راز د بین الافغاني خبرواترو بهیر  تر دې دمه  دافغان ولس لپاره  هیڅ  مثبتې  نتیجې  او  امید نه دي درلودلي  او  په جنګ ځپلی افغانستان کې  تاؤتریخوالي او  ترهه ګرې حملې او بمي چاودنې  لاپسې زیاتې شوي  او د عامو خلکو  د وینو بهیدا هم زیاته شوې ده .