کرونائي بحران له پاکستانه د افغان کډوالود ستنیدا خنډ شوی
داّپه داسې حال کې دي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدا بهیر هر کال له درو میاشتو ځنډیدا وروسته په مارچ میاشت کې بیرته پيلیږي .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ د دپاکستان حکومت او د ملګروملتو دکډوالو لوړې کمیشترۍ نن دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ټاکل شوې وه چې له پاکستانه د کډوالو دخپلې خوښې ستنیدا بهیر له ننه بیا پیل شي، خو په پاکستان کې د کروناویروس لازیاته خوریدا ددغه بهیر ددریدا سبل شوې او د دکرونائي بحران د شرائطو په ښه کیدا سره به دغه بهیر بیرته پيل شي
د پاکستان دحکومتي چارواکو په وینا د افغان کډوالو د کډوالۍ پيژندپاڼو تمدیدیا به هم د بیرته ستنیدا د پروسې تر پيلیدا پورې وځڼدول شي . داّپه داسې حال کې دي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدا بهیر هر کال له درو میاشتو ځنډیدا وروسته په مارچ میاشت کې بیرته پيلیږي .