عمران خان :له هند سره د اړیکو عادی کول منتفی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i98398-عمران_خان_له_هند_سره_د_اړیکو_عادی_کول_منتفی_دی
د دواړو هیوادونو د اړیکو عادی کیدا د کشمیر په اړه په خپلې فیصلې کې د نوی ډیلی له بیا کتنې سره مشروط دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2021 00:38 Asia/Kabul
  • عمران خان :له هند سره د اړیکو عادی کول منتفی دی

د دواړو هیوادونو د اړیکو عادی کیدا د کشمیر په اړه په خپلې فیصلې کې د نوی ډیلی له بیا کتنې سره مشروط دی

دا په داسې حال کی دی چی تمه کیده  دواړو هیوادونو ترمینځ د احتمالی  تجارتی اړیکو له سره پیلیدا سره د اسلام اباد او نوی ډیلی د اړیکو یخ خلاص شی . ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هغه څه ته په اشارې سره چی هغه د هند حکومت په وسیله د کشمیر سیمې د ځانګړو اختیاراتو لغوه کول وبلل ، ټینګار وکړ د دواړو هیوادونو د اړیکو عادی کیدا د کشمیر په اړه په خپلې فیصلې کې د نوی ډیلی له بیا کتنې سره مشروط دی . د پاکستان لومړی وزیر وویل د هند او پاکستان د دوستانه اړیکو ټینګول دوستانه فضا ته اړتیا لری او هند باید  د کشمیر په اړه له خپل یواړخیزه اقدامه شاتګ وکړی .