سرګئی لاوروف:
د امریکې سیاستونو سیمه ګډه وډه کړې ده
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له خارجه وزیر سره په ګډه خبري ناسته کښې د امریکې ناسم سیاستونه په سیمه کښې د کړکیچ اصلي لامل وباله.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له خارجه وزیر سره په ګډه خبري ناسته کښې د امریکې ناسم سیاستونه په سیمه کښې د کړکیچ اصلي لامل وباله.
سرګئي لاوروف نن په اسلام آباد کښې له شاه محمود قریشي سره په ګډه خبري غونډه کښې په لویدیځې آسیا کښې د واشنګټن په کړنلارې باندې په نیوکې سره وویل: د امریکې سیاستونه په سیمه کښې د ګډوډي لامل کیږي او ماسکو د دې سټراټیجۍ مخالفه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: امریکې تفرقه اچونکې سټراټیجۍ رامینځته کړې دي چې په سیمه کښې د بې ثباتۍ لامل ګرځیدلې دي.
لاوروف د سوریې، یمن، فلسطین او لیبیا په شمول د سیمې د وضعیت په هکله له خپل پاکستاني همرتبه سره د صلاح مشورو په هکله هم وویل: مونږ باوري یو چې د سیمې په کړکیچنو حالاتو کښې نه دي پکار چې د خپلواکه فلسطیني هیواد د جوړولو ماموریت هیر شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم داشان د افغانستان حالت او په دغه هیواد کښې د تاوتریخوالي په تیره بیا د داعش تکفیري ډلې تحرکاتو له زیاتیدو هم اندیښنه وښودله او زیاته یې کړه: پاکستان او روسیې موافقه وکړه چې په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو لپاره پایدارې او خپلواکې حل لارې ته د رسیدو لپاره سیاسي او هراړخیز مذاکرات دوام ومومي.
د پاکستان او روسیې خارجه وزیرانو هم داشان په دغې خبري غونډې کښې په وروستي یو کال کښې د دواړو هیوادونو د سوداګري اړیکو د زیاتیدو او د هراړخیزو اړیکو د پراختیا لپآره د ګډو ظرفیتونو د پیژندلو خبر ورکړ.
په دغې خبري ناستې کښې د پاکستان خارجه وزیر هم وویل چې له روسیې سره یې د هیواد اړیکې یو نوي پړاؤ ته داخلې شوې دي.