د افغانانوپه رهبرۍاو مدیریّت د افغانستان د سولې دبهیرملاتړکوو
د پاکستان دپوځ د مشر قوماندان او د امریکا د خارجه وزیر په ټيلیفوني خبرو کې همداراز د افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستیو بدلونونو پشمول د متقابلو دلچسپۍ وړ موضوعګانو او د سیمې د امنیتي وضعیّت په باب هم بحث او دنظر تبادله شوي ده .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، د پاکستان دپوځ مشر قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه بیګا دامریکا له خارجه وزیر آنتونکي بلینکن سره په ټيلیفوني تماس کې ټينګار کړی ، پاکستان د افغانانو په مدیریّت سره د بین الافغاني خبرواترو ملاتړ کوي .
د امریکا خارجه وزیر هم د سیمه ایزې سولې او ثبات لپاره د پاکستان د هلوځلو ملاتړ وکړ او په هغه څه ژمن شو چې په دغو خبرواترو کې له اسلام اباد سره د واشنګټن د دوو اړخیزو اړیکو لاپیاوړتیا بلل شوي ده .
د پاکستان دپوځ د مشر قوماندان او د امریکا د خارجه وزیرپه ټيلیفوني خبرو کې همداراز د افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستیو بدلونونو پشمول د متقابلو دلچسپۍ وړ موضوعګانو او دسیمې د امنیتي وضعیّت په باب هم بحث او دنظر تبادله شوي ده .
دواړو لورو په مختلفو زمینو کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ ارزونه هم کړې ده.
دغه تماس په داسې حال کې نیول شوی ، چې په پاکستان کې ډيپلوماټيکو سرچینو وئيلي دي ، له امریکا سره د اړیکو د رغولو لپاره ددغه هیواد هلې ځلې د جوزف بایډن د حکومت له ساړه غبرګون سره یو ځاي دي او تر دې دمه په دې لاره کې هیڅ جدي ګام نه دی پورته کړائ شوی .