د افغانانوپه رهبرۍاو مدیریّت د افغانستان د سولې دبهیرملاتړکوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i98930-د_افغانانوپه_رهبرۍاو_مدیریّت_د_افغانستان_د_سولې_دبهیرملاتړکوو
د پاکستان دپوځ د مشر قوماندان او د امریکا د خارجه وزیر  په ټيلیفوني خبرو کې  همداراز د  افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستیو بدلونونو پشمول د متقابلو دلچسپۍ وړ موضوعګانو او د سیمې د امنیتي وضعیّت په باب هم  بحث او دنظر تبادله شوي ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 15, 2021 00:26 Asia/Kabul
  • د افغانانوپه رهبرۍاو مدیریّت د افغانستان د سولې دبهیرملاتړکوو

د پاکستان دپوځ د مشر قوماندان او د امریکا د خارجه وزیر  په ټيلیفوني خبرو کې  همداراز د  افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستیو بدلونونو پشمول د متقابلو دلچسپۍ وړ موضوعګانو او د سیمې د امنیتي وضعیّت په باب هم  بحث او دنظر تبادله شوي ده .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، د پاکستان دپوځ  مشر قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه  بیګا  دامریکا له خارجه وزیر آنتونکي بلینکن سره په ټيلیفوني تماس کې  ټينګار کړی ، پاکستان   د افغانانو په مدیریّت سره د  بین الافغاني خبرواترو  ملاتړ کوي .

 د امریکا خارجه وزیر هم  د سیمه ایزې سولې او ثبات لپاره  د پاکستان د  هلوځلو ملاتړ وکړ او په هغه څه ژمن شو  چې  په دغو خبرواترو کې  له اسلام اباد سره د  واشنګټن  د دوو اړخیزو اړیکو لاپیاوړتیا بلل شوي ده .

د پاکستان دپوځ د مشر قوماندان او د امریکا د خارجه وزیرپه ټيلیفوني خبرو کې همداراز د افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستیو بدلونونو پشمول د متقابلو دلچسپۍ وړ موضوعګانو او دسیمې د امنیتي وضعیّت په باب هم  بحث او دنظر تبادله شوي ده .

 دواړو لورو په مختلفو زمینو کې  د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ ارزونه هم کړې ده.

 دغه تماس په داسې حال کې نیول شوی ، چې  په پاکستان کې  ډيپلوماټيکو سرچینو وئيلي دي ،  له امریکا سره د اړیکو د رغولو لپاره ددغه هیواد هلې ځلې  د جوزف بایډن د حکومت له ساړه غبرګون سره  یو ځاي دي  او تر دې دمه  په دې لاره کې  هیڅ جدي ګام نه دی پورته کړائ شوی .