له ایران سره دسرحدي بازارونو پراختیاد اسلام اباد په ایجنډا کې شته
د ۱۳۹۹لمریز کال په اتو میاشتو کې د ایران او پاکستان ترمینځ دتجارتي مبادلاتو په دوام کې د اوه سوه اته میلیون ډالرو په ارزښت د دڅه دپاسه یو میلیون اوه لکه اته دیرش زره ټنه شیانو تجارت شوی چې دپاکستان ونډه پکې د پنځه سوه نوي میلیون ډالرو په ارزښت دیو میلیون پنځه لکه اته دیرش زره ټنه شیان او د یوسل اتلس میلیون ډالروپه ارزښت یو لک شل زره ټنه دایران ونډه ده .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی ، د پاکستان ددفاعي صنائعو وزیرې میرمن زبیده جلال خان ددغه هیواد بلوچستان صوبې ته په سفر او دغه راز له ایران سره دسرحدي ښارونو دلیدو په وخت ، له ایران سره د دوو اړخیزتجارت د پياوړتیا او دسرحدي ګډو بازارچو د پراختیا لپاره ددغه هیواد حکومت اقدامات له صوبائي تجارتي چارواکو سره مطرح کړل .
د پآکستان د دفاعي صنائعو وزیرې چې له اسلامی ایران سره د نوو سرحدي لارو د تاسیس سره اړونده پلانونو دتعقیبونې لپاره ددغه هیواد لوړپوړې استازې ده ، په تربت ښار کې ئې له تجارتي پلاوي سره په کتنې کې وئيلی دي، دپاکستان حکومت د ګبد سترې لارې په شاوخوا کې د سرحدي بازارچې د پراختیا لپاره دمځکو اخستل پيل کړي دي ، او له ایران سره دسرحدي تجارت له پراختیا سره دمرستې او د سرحدي سیمو داوسیدونکو دژوند ښه کولو لپاره د اغیزشیندونکو ګامونو دپورته کولو هوډ لري .