پاکستان دافغانستان دسولې په باب له ایران سره یو شان فکر لري
د پاکستان خارجه وزیر ابوظبئ ته له سفر وروسته په ترتیب سره تهران ، دوحې او انقرې ته هم سفرونه وکړي ،څو د دوو اړخیزو اړیکو په تیره بیا د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه د ګاونډیو هیوادونو دریځونه سره غږمله کړي.
ایرنا خبری اژانس له اسلام اباده راپور ورکړی ، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي پرون متحده عربی اماراتو ته دسفر په څنډې کې وئيلي دي ، د افغانستان د بدلونونو په باب دنظر د تبادلې لپاره ایران ته د هغه کیدونکی سفر ډير مهم دی ، ځکه د افغانستان له سولې سره دمرستې لپاره د تهران رول ډير مهم دی او پاکستان له ایران سره همفکرۍ ته هوډ من دی .
د پاکستان خارجه وزیر دایران اسلامی جمهوریت د پاکستان یو ورور هیواد او د سیمې یو مهم لوبغاړی بللی او وئيلي ئې دي ، مونږ د افغانستان په باب د تهران په دریځونو ښه خبر یوو او په دې زمینې کې له تهران سره همفکرۍ او غږملتیاته هوډ من یوو .
هغه پاکستان ته د عمران خان د حکومت په هماغه لومړنیو کې د ایران د خارجه وزیر څلور ورځني رسمي سفر ته په اشارې سره هم وئيلي دي ایران د افغانستان د یوه ګاونډي هیواد په توګه ددغه هیواد له بحران سره د مرستې لپاره رول لوبونې ته لیواله دی .
ټاکل شوې ده ، د پاکستان خارجه وزیر ابوظبئ ته له سفر وروسته په ترتیب سره تهران ، دوحې او انقرې ته هم سفرونه وکړي ،څو د دوو اړخیزو اړیکو په تیره بیا د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه د ګاونډیو هیوادونو دریځونه سره غږمله کړي.
وئيل کیږي ، د څلوروهیوادونو په سفر له تلو مخکې د پاکستان خارجه وزیر د افغانستان له خارجه وزیر حنیف اتمر سره هم دسولې د بهیر او دغه راز د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې کړي دي .