د پاکستان ولسمشر اسلامی امت اتحاد او یووالی ته راوبلۀ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i9928-د_پاکستان_ولسمشر_اسلامی_امت_اتحاد_او_یووالی_ته_راوبلۀ
د پاکستان ولسمشر د اسلامی امت د وحدت او یووالی غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2016 09:58 Asia/Kabul
  • د پاکستان ولسمشر اسلامی  امت اتحاد او یووالی ته راوبلۀ

د پاکستان ولسمشر د اسلامی امت د وحدت او یووالی غوښتنه وکړه.

د پاکستان د رېډو د رپوټ له مخې د دغه هېواد ولسمشر ممنون حسېن پرون په اسلام آباد کښې د قطر له سفیر صدر بن مبارک المنصوری سره په کتنه کښې دې ته په اشارې سره چې اسلام د سولې او روغې جوړې دین دے له اسلامی هېوادونو وغوښتل چې له یو بل سره دې یوموټے شی.

د پاکستان ولسمشر څرګنده کړه چې اسلامی هېوادونه پکار دی د یو سیاست په غوره کولو سره له ترهه ګرۍ سره جنګ ته راپاڅی.

هغۀ زیاته کړه، ځینې تندلاری د اسلام له مبین دین څخه د پېروۍ په ادعا سره د دغه مبین دین د څېرې او حېثیت د خړپړولو په حال کښې دی.

ممنون حسېن دې ته په اشارې سره چې اسلام د روغې جوړې دین دے او د بې ګناه خلقو د وژلې اجازه نه ورکوی وویل هغه کسان چې د دین په نامه عامه خلق وژنی له اسلامه خارج شوی دی.

د پاکستان د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کښې دی چې قطر، سعودی او ترکیه په سوریې کښې د بحران له ابتداء څخه په دغه هېواد له موجودو ترهه ګرو څخه ملاتړ کوی.