د پاکستان پولیسو له سعودی نه راستون شوے ترهه ګر ونیوۀ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i9952-د_پاکستان_پولیسو_له_سعودی_نه_راستون_شوے_ترهه_ګر_ونیوۀ
د پاکستان پولیسو په سوات سیمه کښې له سعودی څخه یو راستون شوے ترهه ګر ونیوۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2016 11:58 Asia/Kabul
  • د پاکستان پولیسو له سعودی نه راستون شوے ترهه ګر ونیوۀ

د پاکستان پولیسو په سوات سیمه کښې له سعودی څخه یو راستون شوے ترهه ګر ونیوۀ.

تسنیم خبری اژانس د امت نیوز په نقل سره رپوټ ورکړ د خېبر پختونخوا صوبې پولیسو محمد شاه نومې یو ترهه ګر چې سعودی عربستان ته تښتېدلے د سوات په پیوچار نومې کلی کښې نیولے دے

محمد شاه په دوه زره نهم کال کښې سوات په سیمه کښې د ترهه ګرۍ په عملیاتو کښې یو مهم رول لرلے دے.

کارپېژاندی باوری دی چې په پاکستان او افغانستان کښې ترهه ګر د امریکې او د سعودی او صهیونېسټ رژیم او ځینو نورو لویدیځو هېوادونو په شان د هغې د انډیوالانو لخوا ملاتړ کیږی.

سعودی عربستان په پاکستان کښې زیاتې مذهبی مدرسې جوړې کړې دی چې په سیمه کښې ترهه ګرۍ ته ترویج ورکوی.

---------