د جرمنی خارجه وزیر پاکستان ته لاړ
Apr 29, 2021 11:17 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزارت په یوه بیانیه کې ویلی دی د دواړو هیوادونو خارجه وزیرانو د دوه اړخیزه اړیکو ، د افغانستان په شمول د سیمې د بدلونونو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې اترې وکړې .
د ایرنا له راپور سره سم د جرمنی خارجه وزیر هایکو ماس په اسلام اباد کې له خپل پاکستانی همڅنګ شاه محمود قریشی سره کتنه اوخبرې اترې وکړې . .
د پاکستان خارجه وزارت په یوه بیانیه کې ویلی دی د دواړو هیوادونو خارجه وزیرانو د دوه اړخیزه اړیکو ، د افغانستان په شمول د سیمې د بدلونونو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې اترې وکړې .
په دغه بیانیه کې راغلی دی شاه محمود قریشی خپل جرمن همڅنګ د افغانستان د سولې د بهیر په پرمختګ کې د پاکستان له هلوځلو خبر کړ .
ټاکل شوی ده هایکو ماس افغانستان ته سفر وکړی
ټیګونه