په اسلام آباد کښې د مبعث اختر جشن ونمانځل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i9982-په_اسلام_آباد_کښې_د_مبعث_اختر_جشن_ونمانځل_شو
د پاکستان په پلازمینه کښې د معلم د ورځې پرتمین مراسم او د مبعث د نیکمرغه اختر جشن ترسره شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2016 16:14 Asia/Kabul
  • په اسلام آباد کښې د مبعث اختر جشن ونمانځل شو

د پاکستان په پلازمینه کښې د معلم د ورځې پرتمین مراسم او د مبعث د نیکمرغه اختر جشن ترسره شو.

ایرنا خبر ورکړی چې په دغو مراسمو کښې چې په اسلام آباد کښې د استوګنو ایرانیانو په ښوونځی یعنې امام حسین علیه السلام تعلیمی کمپلکس کښې ترسره شول، په پاکستان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر، د ایرانی ارګانونو مشرانو او په اسلام آباد کښې استوګنو ایرانیانو ګډون وکړ.

په پاکستان کښې د ایران سفیر مهدی هنردوست په دغو مراسمو کښې په یولړ ویناو کښې د معلم د ورځې او د مبعث اختر د مبارکۍ ویلو په ترڅ کښې د انقلاب د معظم رهبر وروستیو ویناو او په مختلفو کورنیو او بهرنیو ډګرونو کښې د بصیرت او آګاهۍ په ضرورت باندې د هغوی ټینګار ته په اشارې سره د ښوونې او روزنې په ډګر کښې دې چارې ته پاملرنه او د هیواد د راتلونکی جوړونکی نسل ته یې ورزده کونه ډیره ضروری او مهمه وبلله.