-
د پاکستان د پوځ مشر عربستان ته ورغلی
Mar 20, 2024 08:38زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په یوه نه اعلان شوي سفر کښې عربستان ته تللی او هلته یې له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې کړي دي.
-
د لګښتونو د مخنیوي په موخه د پاکستاني چارواکو سفرونه محدود شوي
Mar 19, 2024 10:11د پاکستان د نوي حکومت کابینې په تازه پرېکړې کې د وزيرانو او حکومتي چارواکو لپاره د بهرني تګ راتګ پالېسي اعلان کړې، چې له مخې یې چارواکي نه شي کولای چې په پنځه ستوریزو هوټلونو کې پاتې شي او له ځانه سره اضافه مرستندویه کارکوونکي ولري.
-
له فلسطین سره د مرستې لپاره په اسلامي یووالي د پاکستان د سیاسي او مذهبي مشرانو تاکید
Mar 19, 2024 03:59د پاکستان د بلوچستان صوبې د مذهبي، سیاسي او فکري مشرانو یوې ډلې د صهیونیسټي نسل وژنې د جنایتونو په وړاندې له فلسطین سره د مرستې لپاره د اسلامي وحدت د ټینګولو په ضرورت ټینګار وکړ.
-
اسلامي ایران د پاکستان د ګازو ضرورت پوره کولای شي
Mar 18, 2024 00:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د ملي پارلمان نوي مشر سردار ایاز صادق د تهران او د اسلام اباد د دوه اړخیزه ملګرتیاو له پراختیا سره د مرستې لپاره د پارلمان له ظرفیتونو په استفادې باندې ټینګار سره وویل له ایران څخه د ګازو پایپ لاین د اسلام اباد د انرژۍ د ضرورتونو د پوره کولو لپاره ډیر اهمیت لري.
-
د ایران د ګیس پایپ لاین د پاکستان لپاره ډیر اهمیت لري
Mar 17, 2024 13:01د پاکستان د پارلمان نوي مشر د اسلام اباد او تهران د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د پارلماني صلاحیتونو په کارولو باندې په ټینګار سره وویل چې له ایران څخه د ګازو نل لیکه د پاکستان د انرژۍ د اړتیاو د پوره کولو لپاره حیاتي اهمیت لري.
-
کابل د هند په مرسته ۷ زره پاکستاني طالبان پالي
Mar 17, 2024 10:59دغه ادعا، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني په تازه څرګندونو کې کړې ده
-
د پاکستان لومړي وزیر بیا د سعودي ولیعهد ته د اسلام اباد د لیدو بلنه ور کړه
Mar 17, 2024 02:42د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان څخه بیا وغوښتل چې اسلام آباد ته په رسمي سفر ور شي.
-
پاکستان د ۳میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره له ایاېماېف سره غږېدلی
Mar 16, 2024 10:36د پاکستان مالیې وزارت چارواکي وايي چې د درې میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ایاېماېف) له پلاوي سره غږېدلي دي.
-
په شمالي وزیرستان کې مو د وسلهوالو یو ډلهایز برید شنډ کړی دی
Mar 16, 2024 09:01د پاکستان امنیتي سرچینو منلې، چې یوه ډله وسلهوالو نن سهار چې ځانمرګو بریدګرو یې ملتیا کوله، د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د خدۍ پر ودانۍ برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو لهخوا په شا وتمبول شول.
-
شهباز شریف د امریکا له سفیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
Mar 16, 2024 08:22د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شريف په اسلام آباد کې د امريکا له سفير ډونلډ بلوم سره په لیدنه کې په افغانستان کې بدلونونو او په پاکستان کې د اقتصادي ثبات او بهرنۍ پانګونې د راجذبولو لپاره د لویو اقتصادي اصلاحاتو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.