-
د مکې له دفاعي تړونه دې د اسلامی امت او د مظلومانو په دفاع کې استفاده وشي(مرکه)
Aug 17, 2026 14:58پارس ټوډې- د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او دسیاسی چارو کارپوه ووئيل،د مکې دفاعي تړون چې د عربستان،ترکیې او پاکستان ترمینځ لاسلیک شوی ،باید د اسلامی امت او مظلومانو د مرستې لپاره او د اسلامی امت د حقوقو داحقاق لپاره وکارول شي.
-
د مکې دفاعی تړون دې د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو لپاره یو ګډ دفاعی پلیټ فارم شي
Aug 16, 2026 15:33پارس ټوډې – د پاکستان د سیاسی او دینی چارو یو شمیر کارپوهانو په زغرده په مکې شریفې کې د عربستان ،ترکیې اوپاکستان ترمینځ درې اړخیز دفاعی تړون د اسلامی امت د یووالی او اتحاد په لور یو ګام بللی او وئيلي ئې دي چې باید دغه تړون د اسلامی نړئ او اسلامی هیوادونو لپاره دیووالی او یو موټي کیدا پلیټ فارم شي.
-
پاکستان: کابل دې خپلې ژمنې عملي کړي، ګنې وضعیت به لا خراب شي
Aug 16, 2026 13:15د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضیٰ سولنګي ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې د چلند، د ترهګرۍ د مخنیوي او د نشهیي توکو د پراختیا د مخنیوي په برخو کې خپلې ژمنې له پامه غورځولې دي.
-
د بلوچستان د کورنیو چارو پر وزیر وسلهوالو بریدکې ۳ امنیتي کسان ټپیان شوي
Aug 14, 2026 14:28د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ ولسوالۍ د خدکوچې په ګورو سیمه کې وسلهوالو د بلوچستان د کورنیو چارو د وزیر ضیاء لانګو پر امنیتي کاروان ډزې کړې دي.
-
پاکستان: د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب ته دوام ورکوو
Aug 12, 2026 15:41پارس تودی- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دغه هېواد د مکې هوکړې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی او د پاتې مسئلو د حل لپاره به د مینځګړي په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
-
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تهران ته په سفر راغی
Aug 11, 2026 16:10ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، یوې خبرې ډيپلوماټيکې سرچینې وئيلي چې دپاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د ایران د اسلامی جمهوریت له چارواکو سره د خبرواترو لپاره تهران ت ه راروان شوی دی.
-
پاکستان افغانستان ته د وسلو د قاچاق په اړه د طالبانو ادعا رد کړه
Aug 10, 2026 12:22پارس ټوډې - د پاکستان حکومت افغانستان ته د ورانکارو اقداماتو لپاره د وسلو په قاچاق کې د لاس لرلو تور رد کړ او د دغه هېواد له سرپرست حکومت څخه ئې وغوښتل ،د هغه څه مخه ونیسي چې اسلاماباد ئې د کابل له خاورې د ترهګرو عناصرو استفاده بولي.
-
د مکې موافقې په نوم نوي دفاعي تړون باندې د پاکستان د پخواني نماینده نیوکه/ د امریکې اډې د سیمې د امنیت معما ده
Aug 10, 2026 07:25پارس ټوډی- د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخواني استازي د پاکستان، عربستان او ترکیې ترمینځ په نوي دفاعي تړون باندې په نیوکې سره، د سیمې د ګواښونو د سرچینې په هکله یوې پوښتنې سره ټینګار وکړ، دغه ډول موافقو ته اړمن هیوادونه باید د امریکايي اډو د کوربه توب او د ایران خلاف د هغو د کارول کیدو په هکله ځواب ورکړي.
-
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند په ټولو صوبو کښې پرلتۍ وهي
Aug 09, 2026 06:04زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان جماعت اسلامي ګوند فیصله کړې ده د پیټرولو د بیو او د انفلاسیون د زیاتیدا پرضد خپل کمپاین سخت کړي او د اګست د میاشتې په شپاړسمه نیټه یې د څلورو صوبو په مرکزونو کښې د پرلتې وهل اعلان کړل چې په حکومت باندې دباو راولي چې د پیټرولو د بیو زیاتولو فیصله بیرته واخلي.
-
اسلامي نړۍ دې د صهیونیستي رژيم په وړاندې سره متحده شي
Aug 08, 2026 13:31د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.