افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان دځينو مهمو پيښو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته ددغو دواړو هیوادونو د ځینو مهمو پيښو یوه لنډه شان خلاصه او ورپسې هم تحلیلی برخه درآوروو، نو هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
*/*/*/
په افغانستان په ټولشموله حکومت د ایران یو ځل بیا ټینګار
*/*/*/
د هندي او افغان طالب چارو ترمینځ مهم لیده کاته
*/*/*/
او په پاکستان کې عام پارلیماني انتخابات او د نوي ولسواکه حکومت رامینځةکیدا په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځيني مهمې پيښې وې او اوس مو هم رابولوو، د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .
پاکستان په تیرې اونۍ کې له ځینو مهمو پيښو سره مخ ؤ، چې په هغو کې ددغه هیواد عمومی انتخاباتو په نتیجې کې د د مسلم لیګ ن څانګې شهباز شریف ددغه هیواد لومړي وزارت ته ورسید. البته دغه ټاکنه هم په یوه ائيتلافي بڼه رامینځةشوې او د مسلم لیګ ن څانګه او پيپلز ګوند سره یو ځای شول او د صدراعظمۍ او ولسمشرۍ څوکۍ ئې پخپلو کې سره وویشلې. په دې ډول د ولسمشرۍ پچه هم بیا د دوهم ځل لپاره د آصف علی زرداري په برخه شوه. په عین حال کې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د پاکستان له نوي لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټيلیفوني تماس کې هغه ته د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه په ټاکل کیدا په مبارکۍ وئيلو سره هیله وښودله چې په نوي پړاؤ کې د دواړو هیوادونو د حکومتونونو او ملتونو ترمینځ اړیکې او ملګرتیاوې، د تهران او اسلام اباد د مشرانو په هوډ او تدبیر سره په مختلفو ډګرونو کې لاپراخې شي.
ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې د ایران او پاکستان له ګاونډيتوب ورآخو پر تاریخي او کلتوري ژېژورو پيوندونو او نزدیکت ولاړې دي ،ټينګار وکړ، د ایران اسلامی جمهوریت له خپلو ګاونډیانو او اسلامی هیوادونو سره داړیکو د پیاوړتیا او ژورتیا په چوکاټ کې دخپل ورور او دپاکستان اسلامی جمهوریت هیواد سره د دوو اړخیزو،سیمه ایزو او ن ړیوالو اړیکو او تعاملاتو د سوئې د لوړتیا تود هرکلی کوي.
د پاکستان نوي لومړي و زیر شهباز شریف هم د سید ابراهیم ریئسي سره په ټیلیفوني تماس کې ووئيل،پاکستان ته د تاسو د زر سفر منتظر یوو.د پاکستان دمسلم لیګ ن څانګې مشر محمد شهباز شریف د پاکستان په ولسی جرګې کې د ۲۰۱ رایو په ترلاسه کولو سره د عمران د تحریک انصاف د عمر ایوب خان په مقابلې کې یو ځل بیا د دغه هیواد لومړی وزیر وټاکل شو. عمر ایوب خان هم ۹۲رای ترلاسه کړې.
په تیرې اونۍ کې د پاکستان د اقتصادي زړۀ په توګه په کراچۍ ښار کې د ایران د اسلامی جمهوریت د یوشمیر شرکتونو په فعال شتون سره د پاکستان د صنعت او تجارت ترټولو لوی نړیوال نندارتون پرانیستل شو. د صنعت او تجارت د غه شلم نړیوال نندارتون د پاکستان په کراچۍ بندري ښار کې دد نړیوالو نندارتونونو په ځای کې د پاکستانیو شخصیّتونو ا و بهرنیو میلمنو په شتون سره ترسره شو.
په کراچۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت سرکنسول او دایران دتجارتي چارو سلایار حسن نوریان په خصوصي پيولیّن یا هال کې په شتون سره د ایران او پاکستان د خصوصي برخې ترمینځ د ارتباطاتو د پراختیا لباهر د نندارتونونو اهمیّت او ددواړو هیوادونو له تجارتی اړیکو سره اړونده ترټولو وروستیو بدلونونو په باب د ایرانیو شرکتونو له خاوندانو سره خبرې اترې وکړې.په دغه نندارتون کې د ایران د اسلامی جمهوریت پاؤیون یا هال د مختلفو شرکتونو کوربه باتې شو. دغه تجارتي پيښه، په چابهار بندر کې پاکستان ته د صادراتو د نړیوال نندارتون له ترسره کیدا وروسته د نندارتون په حوزې کې د دوو وروڼو او دوستو هیوادونو د ګډې ملګرتیالومړنۍ تجارتي نندارتو حسابیږي.
په وروستیو څلورو کلونو کې په کراچۍ ښار کې د ایران په شتون سره څلورم نندارتو او دوه نور نندارتونونه په ترتیب سره په لاهور او اسلام اباد کې ترسره شوي دي .د سیمې د چارو یو کارپوه ښاغلی اقبال په دې اړه وائي، د ایران اسلامی جمهوریت په صنعتي او اقتصادي پراختیا او ودې کې یوه ممتازه بیلګه ده.، ځکه دغه ټول پرمختګونه ، د لویدیځ په تیره بیا د امریکا له ظالمانه او یو اړخیزو بندیزونو سره سره ترسره شوي دي . په همدې دلیل، په ایران کې د اقتصادي او صنعتي ودې دلیل ځاي دی او د نورو هیوادونو له اقتصادي ودې او پراختیا سره مرسته هم کولی شی.د کراچۍ په نندارتون کې د چین او سپینې روسیې د پاؤیون ترڅنګ د ایران پاؤیون او هال د ایران د اسلامی جمهوریت په اقتصاد د سیمه ایز او نړیوال اقتصاد داعتماد ښودنه کوي.
په تیرې اونۍ کې په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت استازي په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ، په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړیدا به په دغه هیواد کې د امنیت اوثبات زمینه جوړونکی شي.
امیر سعید ایراواني د امنیت شورا په ناستې کې چې د افغانستان دو ضعیّت د ارزونې په موخې سره ترسره شوي،ووئيل،د ټولشموله حکومت رامینځةکیدا هم د بشری حقوقو په تیره بیا د افغان میرمنو له حقوقو څخه له ملاتړ سره مرسته کولی شي. هغه روښانه کړه، د طالبانو په وسیله له غوره شوو تدبیرونو او دملګروملتو له هلوځلو سره سره ، د ترهه ګرۍ ، د نشه ایزو موادو د قاچاق او دسرحدي کنټرول د کمښتونو پشمول چیلنجونه هماغه راز دوام لري او د افغانستان او او دهغو د ګاونډیانو ثبات ګواښي.
دسعید ایراواني په وینا ، طالبانو تراوسه پورې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په زمینې کې پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی. په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي ټینګار کړی چې طالبانو په تیرو څه د پاسه دوو کلونو کې په افغانستان قومي او سیاسی انډول ونه ساتل شو. ایرواني د طالبانو سختو اوترینګلو قوانینو ته په اشارې سره ووئيل؛ چې دغې ډلې پر افغان میرمنو او انجونو لا سخت محدودیّتونه تپلي دي او د دوي د زده کړې فرصتونه ئې محدود کړي دي . هغه د ملګروملتو د راپور په استناد سره ووئيل، چې په افغانستان کې د اهل تشیّع پشمول پر مذهبی او قومي لږکیو حملې هماغه راز دوام لري .سعید ایراواني په دغې ناستې کې همداراز په افغانستان کې د شرائطو له ښه کیدا او چیلنجونو سره د مبارزې په موخې سره له طالبانو سره دوامدار نړیوال تعامل ساتل ضروري وبلل.
د پاکستان سترې محکې (سپریم کورټ ) د دغه هیواد دپخواني لومړي وزیر ذوالفقار علی بهټو د پانسۍ فیصله بې انصافه وبلله. ددغې محکمې په فیصلې کې راغلي دي،په ۱۹۷۹کال کې ذوالفقار علی بهټو پانسي د عدالت په اساس نه وه په دغې دوسیې کې عادلانه ارزونه رعایت شوې نه وه . د پاکستان سپریم کوټ له ۴۵کلونو وروسته ددغه هیواد د خ داي بخښلي لومړی وزیر او د پيپلز ګوند دبنسټګر ذوالفقار علی بهټو د پانسۍ په فیصلې کې په بې انصافۍ اعتراف وکړ د پاکستان سترې محکمې د ستر قاضي فایز عیسی په مشرۍ ددغې له ادوه میاشتنۍ ارزونې وروسته په یوې فیصلې کې ووئيل،په ۱۹۷۹ کال کې د بهټو پانسي ناعادلانه وه ، ځکه چې ارزونې ښئ چې دهغه محاکمه دعدالت په اساس نه ده شوې او په دغې دوسیې د عادلانه ارزونې بهیر نه دی رعایت شوي . مونږ باید له خپلو تیروتنو درس وا خلو ،ځکه تر څو چې قضائي ادارې ځان اصلاح نه کړي،هیواد به پرمختګ ونه کړي . د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي په داسې حال کې دی چې دپاکستان تول ګوندونه او د ټولنې مختلفې پرګنې په تیرو څلورو لسیزو کې د ذوالفقار علی بهټو په ضد دترسره شوي بې انصافۍ په باب سره متفق القول دي. د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پشمول دیری چارواکو د سپریم کورټ ددغې فیصلې هرکلی کړی او دا ئې د هیواد دقضائي سسټم د اصلاح او پرمختګ لباره مخ په وړاندې یو ګام بللی دی.
خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو، باید ووایو چې د تهران ریډیو د پښتو خپرونې د انټرنیټي پاڼې ایډریس
PARSTODAY.COM/PS همه درسره نوټ کړئ او له خپلو خپلوانو او دوستانو سره ئې هم شریک کړئ ، تاسو زمونږ په دغه انترنیټي ایډریس باندې ترټولو وروستي او تازه سیمه ایز او نړیوال خبرونه، تبصرې ، راپورونه ،مرکې ،سپورټي ، اقتصادي ، روغتیائي، ټولنیز او حیرانؤنکي خبرونه او نور معلومات ترلاسه کولی شئ همداراز تاسو په دغه نټرنیټي سایټ باندې ستاسو خپل پروګرام ،ستاسو په خطونو،پیغامونو، شعرونو، ښو ښو لیکنو او غږیزو پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آ وریدلی شئ ، نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، خپل خیال کوئ، د خپلو دوستانو او کورنیو خیال ساتئ خوښ ژوند تیروئ او خوښ ووسئ.
(سیماب)
**************************************************************************************************************************************** **** ********** ********** ****** **