ولی حج مهم دی؟
حج یو داسي عبادت دی چي په کښې ډېر حکمتونه منجمله، بندګی، یو زړه توب او وحدت نغښتی دي.
د پارس ټودی له راپور سره سم، د حج سنت د حضرت ابراهیم علیه السلام نه په یادګار کې پاته دی او په دوو ډولونو یعني فرض او عمرې بڼه کې تر سره کیږي. د نړۍ مسلمانانو د فرض حج د مراسمو د تر سره کولو لپاره د ذالحجې د میاشتې په لومړیو کې مکې ته ځي. لیکن عمره د کال په اوږدو کې هر وخت تر سره کېدایشي. هر یو مسلمان د مالي وړتیا له مخې، باید په خپل عمر کې یو ځلی فرض حج وکړي یعني مکې ته ولاړ شي.

د حج ګتې
قرآن شریف د حج د فلسفې په هکله فرمایي: «لِیشْهَدُوا مَنافِعَ لَهُمْ...» یعني د خپلو مختلفو ګټو کتوونکي ووسي. دا ګټې هم مادی او هم معنوي، سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي اړخونه درلودایشي چي هم حاجي او هم ټولنه ترې برخمنیږي. د مثال په توګه د حج یو حکمت د اسلامي امت د مهمو ستونزو او مسائلو څېړنه، د نړۍ د مسلمانانو د وحدت پیاوړتیا او فرهنګي مبادلې دي.
عبودیت او بندګی
د حج له ټولو نه زیاته او مهمه ګټه د متعال خدای په دربار کې د عبودیت او د بندګی اظهار دی چي د حج د ټولو اعمالو په موده کې لکه په احرام، طواف او قربانی کې څرګندیږي.
آخرت ته پاملرنه
انسان په احرام تړلو سره له ټولو مادی او دنیایي دلچسبیو او ګروهنو څخه په پریکون سره، د معنوی او عرفاني سلوک او عروج لپاره تیاریږي.

د مسلمانانو وحدت
مسلمانان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یعني له اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو څخه د حج په ورځو کې یو ځای غوندیږي او په یووالې او وحد فکر سره د نړۍ د مستضعفانو د ستونزو د هوارولو لارې چارې لټوي او د نړۍ د مسلمانانو له ستر ځواک څخه د هغو ټولنو د ننګونو د هوارولو لپاره کار اخلي چي هغوی په کښې ژوند کوي.
د اسلام د ګران پیغمبر د اخبار او آثار ژوندي ساتنه
هشام بن حکم له حضرت امام صادق علیه السلام څخه روایت کوي: متعال خدای انسانان خلق کړ او هغوی ته د حج د تر سره کولو امر وکړ چي د دین اطاعت او دنیایي مصلحتونه په کښې نغښتې دي. د حج په موسم کې مسلمانان له مغرب او مشرق نه راغوندیږي او له یو بل سره معرفي کیږي، ولسونه له یو بل سره له سوداګریو او اقتصادي محصولاتو څخه کار اخلي او زیارتوال د پیغمبر مبارک ص له اخبار او اثار سره ولدیږي او د دغو اثارو د هېرېدو مخنیوی کوی. که داسي وي چي هر یو ولس یوازې د خپل چاپېریال په هکله خبري وکړي، هلاک به شي او ښارونه به وران شي.... دا د حج فلفسه ده.
د اسلامي ټولنې پایښت
په ټولنیز اړخ کې حج د دین او د اسلامي امت د پایښت چینه ده چي عذاب له اسلامي امت څخه لیري کوي، په دې خاطر په روایتونو کې، د کعبې یوازې پاته کېدا او د حج د مراسمو نه تر سره کېدا په انسانانو د الهي عذاب د نازلېدو له دلایلو بلل شوی او اسلامي حاکم مسئولیت لري چي خلګ د حج د مراسمو تر سره کېدو ته وهڅوي او که ځینې خلګ مالي وړتیا نه لري، نو باید د بیت المال په لګښت سره حج ته واستول شي.
د حج موسم د مسلمانانو د یووالی لپاره یو فرصت
د بې وزلی له مینځه تله
حج په مذهبی ټولنه کې د بې وزلی د له مینځه تلو لامل ګرځي. مسلمان د حج له لارې خپل مالي واجبات ورکوي او د خدای په لاره کې د لوی اختر په ورځ له بې وزلو سره د مرستي په موخه، قرباني کوي او د حج له سفر څخه وروسته، انفاق او ډوډۍ کوي.
له مشرکانو د برائت اعلان
له مشرکانو، ظالمانو او د الهي حقیقت له پټوونکو د کرکې اعلان، د حج له معنوی اهدافو څخه دی. حاجیان همدارنګه د نړۍ له مظلومانو او مستضعفانو سره، خپله ملتیا څرګندوي.
په قرآن کریم کې حج
حج په الهي عباداتو کې یوه بشپړه او له ګټو او اسرارو ډکه عبادت دی چي بې ساری دی. له لمانځه او حج څخه هدف د انسانانو په زړونو کې د متعال خدای د ذکر اقامه ده. په دې خاطر حضرت ابراهیم علیه السلام له ټولو لوړ مقام چي د تسلیم مقام دی، د کعبې په څنګ کې د ځان او د خپلو اولادونو لپاره وغوښته.
ارواښاد علامه طباطبایي په دې باور دی که چیري د حضرت ابراهیم علیه السلام قیصه لکه څرنګه چي په قرآن کې راغلې ده، ولولو، نو وینو چي دا د عبودیت او د خدای د بندګي او د معنوی سلوک یوه بشپړه پړاو دی چي بنده له خپلې ټاټوبې نه بیا تر الهی قرب پورې کچوي او له دنیا څخه د زړه په پرې کولو او له مادی هیلو نه په لاس اخیستلو او له شیطاني وسوسو څخه په خلاصون سره، د الهي قرب مقام ته رسیږي.