د روسیې ارتودکس مسیحیان د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ دي
د مسکو د اسقفنشینو کلیساګانو حجتالاسلام والمسلمین محمدمهدی ایمانيپور ته په استولي پیغام کې، د هغه له هغو لیکونو مننه کړې چې د ایران د وروستیو پېښو وضاحت ئې پکې کړی و، او ویلي یې دي: مونږ ستاسو هغه اندېښنه درک کوو چې د خلکو له مذهبي او ملي احساساتو د ناوړه ګټې اخیستنې له لارې د ټولنیز ثبات د ګډوډولو هڅې روانې دي، او مونږ په دې اندېښنه کې له تاسو سره شریک یو.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکوي، د مسکو د اسقفمیشته کلیساګانو د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامي کلتور او اړیکو د ادارې مشر ته په رالېږلي پیغام کې، د مرغومي میاشتې (ديماه) تاوتریخوالي وغند او د ایران له نظام او خلکو سره ئې خپل ملاتړ اعلان کړ.
په راپور کې وئيل شوي دي، د مسکو د اسقفنشینو کلیساګانو حجتالاسلام والمسلمین محمدمهدی ایمانيپور ته په استولي پیغام کې، د هغه له هغو لیکونو مننه کړې چې د ایران د وروستیو پېښو وضاحت ئې پکې کړی و، او ویلي یې دي: مونږ ستاسو هغه اندېښنه درک کوو چې د خلکو له مذهبي او ملي احساساتو د ناوړه ګټې اخیستنې له لارې د ټولنیز ثبات د ګډوډولو هڅې روانې دي، او مونږ په دې اندېښنه کې له تاسو سره شریک یو. د مسکو د اسقفنشینو کلیساوو په خپل پیغام کې لیکلي دي: د روسیې ارتدکس کلیسا تل د مقدساتو او هغو ارزښتونو له ناوړه ګټې اخیستنې سره مخالفت کړی چې د بشریت لپاره ارزښتمن دي. ارتدکس مسیحیان د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ دي، څو د هغو ویجاړوونکو قدرتونو پر وړاندې مقاومت وکړي چې د ټولنې ثبات ګواښي او تفرقه رامنځته کوي. مونږ پر مقدسو ځایونو برید، د هغوی سپکاوی، او همدارنګه د دینونو، مذهبونو او خلکو ترمنځ د سولې د کمزوري کولو هڅې د منلو وړ نه بولو.
په پیغام کې دا هم راغلي دي:هیڅ نیت نشي کولای د خپلواکو هېوادونو په چارو کې ښکاره سیاسي لاسوهنه، له کورنیو شخړو سره مل، او پر مقدسو ځایونو او مؤمنانو، بریدونه توجیه کړي. مونږ دعا کوو او باور لرو چې لوی خدای به سوله او نظم ټینګ کړي، ګمراه شویو ته به پوهاوی ورکړي او ځورېدلو ته به تسلي ور وبخښي. مونږ ډاډه یو چې د خپلو ټولنو دیني مشران به په دې برخې کې خپل لازم رول ولوبوي.