لبنان به هیڅکله د اسرائیلو له نیواکګر رژیم سره سازباز ونکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان په پارلمان کښې د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله استازي علي فیاض په یو لړ څرګندونو کښې د صهیونیسټ رژيم په هکله د خپل هیواد په همیشني دریځ باندې ټینګار سره وویل چې لبنان به هیڅکله له اسرائیلو رژيم سره د اړیکو د عادي کولو لاره ونه مني.
هغه په یو لړ مراسمو کښې چې د لبنان په جبل عامل سیمه کښې د روژې د میاشتې او د معلم د ورځې په مناسبت ترسره شول په یوې وینا کښې وویل لبنان به هیڅکله او په هیڅ شرایطو کښې له اسرائیلو رژیم سره د اړیکو د عادي کولو په لور حرکت ونکړي.
هغه صهیونیسټ رژیم داسی دښمن وباله کوم چې د لبنان له موجودیت ، هویت او ګټو سره په کامل تضاد کښې دی او خبرداری یې ورکړ چې باید مقاومت ته په اړونده محاسباتو کښې غلطۍ ونکړو ځکه چې زمونږ دریځ په ټولو ممکنو اوزارونو سره د نیواکي ټاټوبو په کامل ډول ازادول او د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د سلطه ګریو په مقابل کښې د لبنان د واکمنۍ په دفاع کولو ولاړ دی.
صهیونیسټ رژیم د لبنان له جنوب څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره په ټاکل شوي مهلت سترګې پټې کړي دي او هماغه راز د لبنان په څوسیمو کښې نیواکګرانه شتون لري.
د صهیونیسټ رژیم دغه اقدام په داسې حال کښې دی چې اسرائیلو نیواکګرانو په دوامداره توګه د اوربند د موافقې خلاف ورزۍ کړي ده او د لبنان د سرحدي سیمو پرضد خپلو حملو ته دوام ورکوي.