توبه باید کومي ځانګړتیاوې ولري؟
پارس ټوډی – توبه په اسلام دین کښې له ګناهانو د پاک کیدا ، د ژوند د لارې د بدلولو او له خدای پاک سره د ارتباط د پیاوړي کولو لپاره یوه لاره ده.
د توبې په صحیح ډول او په موقع کول د فردي ودې او خدای او د هغه رحمت ته د نږدې کیدا سبب کیږي.
توبه د اسلام په شریعت کښې د اخلاقي او د معنوي تربیت د یوه مهم اصل په توګه الهي لارې ته د بیرته ستنیدا او د خدای پاک ج د رضایت د ترلاسه کولو لپاره یوه وسیله ده.
د توبې ځانګړتیاوې په دقیق ډول د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص او د هغه حضرت د اهل بیت علیهم السلام په روایتونو او د قران کریم په ایتونو کښې ذکر شوي دي.
د پارس ټوډی په دغه مطلب کښې د قران کریم په ایتونو او حدیثونو باندې استناد سره د توبي ځینې اساسي ځانګړتیاوې بیان شوي دي:
خالص نیت او له زړه څخه پښیمانه کیدل
توبه باید له زړه څخه راووځي او په کامل اخلاص سره ترسره شي.
له ګناه څخه په زړه سره پښیمانه کیدل د توبې په لاره کښې لومړی ګام دی.
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم وصي او جانشین حضرت امام علي علیه السلام فرمایلي دي : «التوبة ندم بالقلب و استغفار باللسان و ترک بالجوارح وَ اِضمارٌ أنْ لایَعُودَ.»
توبه په زړه کښې پښیمانه کیدل ، په ژبې سره استعغار کول ، په عمل کښې د ګناه پریښودل او د ګناه د بیا نه کولو فیصلې کولو ته وايي(غرر الحکم:۲۰۷۲)
دغه حدیث د دې خبرې بیانونکی دی چې توبه یو څو اړخیزه بهیر دی چې پکښې د پښیمانه کیدا احساس ، په ژبې سره د مغفرت غوښتل او په عمل کښې د ګناه پریښودل شامل دي.
ګناه ته د بیرته نه ستنیدا فیصله
د تیرې ګناه منل او د هغې اصلاح کول، هغه وخت کاملیږي چې سړي په پریکنده توګه د ګناه د پریښودلو فیصله کړي وي.
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په یوه حدیث کښې فرمائیلي دي: «التائب من الذنب کمن لا ذنب له»»
څوک چې له ګناه څخه توبه وکړي نو د هغه کس په شان دی چې ګناه یې نه ده کړي.( کنز العمال:۱۰۱۷۴)
دا له تیرو ګناهانو څخه د ځان د لیرې ساتلو او ګناهانو ته د بیرته نه ورګرځیدلو لپاره د سړي د ارادې د اهمیت ښودنه کوي.
د خلکو د حقوقو ادا کول
که چیرې په ګناه کښې د خلکو حقوق شامل وي د خلکو د حقوقو ورستنول د توبې کولو اصلي شرط ګڼل کیږي.
حضرت امام جعفر صادق علیه السلام فرمايي: «ما عُبِدَ اللهُ بِشیءٍ اَفضلَ مِن اداءِ حَقِّ المُؤمِنِ»هیڅ عبادت د مومن د حق له ادا کولو لوړ نه دی( بحار ج ۷۴ ص ۲۴۲)
حق الناس یعني د خلکو حق په اسلام کښې لوړ مقام لري او د هغه له اصلاح کولو پرته به توبه کول نیمګړي وي.
له خدای پاک ج څخه د بخشش غوښتل
له خاکسارۍ او اخلاص سره یوځاې له خدای پاک څخه د بخشش غوښتل او استغفار کول د توبې یوه بله برخه جوړوي.
خدای پاک ج د قران کریم د تحریم سورې په اتم ایت کښې فرمايي: «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا»
ای مومنانو د خدای په دربار کښې توبه وکړئ، خالصه توبه ( چې تاسو ګناه ته له بیرته ستنیدا منع کړي) د قران کریم دغه ایت په واضح ډول له مومنانو غواړي چې په کامل صداقت سره د خدای لور ته وروګرځي.
صالح عمل او د تیرو ګناهانو جبرانول
د نیکو اعمالو ترسره کول او د تیرو ګناهانو جبرانول د توبې یوه بله ځانګړتیا ده.
قران کریم د فرقان سورې په اویایم ایت کښې فرمايي :« إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَٰئِکَ یُبَدِّلُ اللَّهُ سَیِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَکَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِیمًا»
مګر هغه کسان چې توبه وکړي او ایمان راوړي او ښه کارونه ترسره کړي خدای د هغوې بدیانې په خوبیو بدلوي؛ او خدای ډیر بښونکی او مهربان دی.
سمدستي توبه کول او ځنډ نه کول
په توبه کولو کښې ځنډ کول نه یوازې ممکن دي چې د ګناهانو د زیاتیدا سبب شي بلکې په حقیقي ډول د پښیمانه کیدا احتمال هم کموي.
حضرت امام جواد علیه السلام فرمايي
«تَأْخِیرُ التَّوْبَهِ اغْتِرَارٌ وَ طُولُ التَّسْوِیفِ حَیْرَه» » ( تحف العقول صفحه ۴۵۶)
په توبه کښې ځنډ کول یو ډول غرور او بې خبري ده او د ګناه اوږدول یو ډول حیرت او سرګردانۍ ده.
دغه حدیث د توبې له فرصت څخه د استفادې په اهمیت ټینګار لري.
د توبې کولو اثار او برکتونه
توبه په دې سربیره چې تیرې ګناهانې پاکوي د وګړي د زړه د ارامښت او د معنوي ودې سبب هم کیږي.
خدای پاک په قران کریم کښې ژمنه کړي ده چې توبه کول مني او هغه په خپل رحمت کښې شاملوي.
د قران کریم د زمر سورې په درې پنځوسم ایت کښې ویل شوي دي «نَّ اللَّهَ یَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِیعًا»»ووایه ای زما بندګانو چې( د ګناه په ترسره کولو سره) مو له ځان سره مو زیاتی کړی دی! د خدای له رحمت څخه ناهیلي نشئ یقینا خدای ټولې ګناهاني بخشي؛ ځکه چې هغه ډیر بښونکی او مهربان دی.
دغه الهي وعده د خدای خوا ته د بیرته ستنید لپاره د خلکو په زړونو کښې د هیلې د رامینځته کیدا سبب کیږي.