د امریکا ولسمشر ټرامپ له چین سره موافقې ته خوشبینه دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ(Karoline Leavitt) وویل ولسمشر ډونالډ ټرامپ له چین سره تجارتي موافقې ته خوشبینه دی او مونږ په اتلسو لیکل شویو تجارتي وړاندیزونو باندې د غور کولو په حال کښې یوو.
هغې پرون خبریالانو ته وویل د امریکا ولسمشر ټرامپ له خپل تجارتي ټیم سره په اتلسو لیکل شویو تجارتي وړاندیزونو باندې د غور کولو په حال کښې دی.
د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل د دغو وړاندیزو شمیر د تیرې اونۍ په نسبت درې نور زیات شوی او د امریکا تجارتي ټیم به روانه اونۍ د څلوردیرشو هیوادونو له استازیو سره کتنه وکړي.
هغې ډاګینه کړه چې د ولسمشر ټرامپ په نظر وړ چټکۍ سره د امریکا د خلکو او د کارګرانو د ګټو لپاره د دغو موافقو مخ ته د وړلو په حال کښې یوو.
د امریکا دغه چارواکي د دغو وړاندیزو ورکونکو هیوادونو نومونو ته اشاره ونکړه خو ویې ویل د امریکا حکومت فیصله کړي ده چې متقابلې تعرفې د روان میلادي کال تر جولاۍ میاشتې پورې وځنډوي چې د نویو تجارتي موافقو په هکله د خبرو اترو لپاره فرصت برابر شي.
د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چین په هکله هم وویل ولسمشر ټرامپ ما ته ویلي دي چې یوې تجارتي موافقې ته د رسیدا په لاره کښې حالات ښه پرمخ روان دي.