د  عدالت لمر د حضرت مهدي موعود (عج) د امامت  پيل
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i164012-د_عدالت_لمر_د_حضرت_مهدي_موعود_(عج)_د_امامت_پيل
 د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو په دې شیبو کې  د عدالت د لمر  په نامې سره له ځانګړي  مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني ځانګړی مطلب کې  د ربیع الاول  په اتمه د حضرت  امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف د امامت د پیل په اړه درسره غږیږو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2025-09-01T06:20:32+00:00 )
Sep 01, 2025 03:56 Asia/Kabul
  • د  عدالت لمر د حضرت مهدي موعود (عج) د امامت  پيل

 د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو په دې شیبو کې  د عدالت د لمر  په نامې سره له ځانګړي  مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني ځانګړی مطلب کې  د ربیع الاول  په اتمه د حضرت  امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف د امامت د پیل په اړه درسره غږیږو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

   خوږو دوستانو د   ربیع الاول دمبارکې میاشتې  اتم ورځ  د حضرت مهدي (عج) د امامت د پيل ورځ ده. په دغه نننی مطلب کې مونږ د نړۍ د ژغورونکي د راتلو د انتظار په اړه خبرې کوو، هغه څوک چې د هغه په راتلو سره به نړۍ له سولې، آرامښت او عدالت څخه ډکه شي. اوسنۍ نړۍ څومره ګډوډ او پریشانه ده. ګواکې  ځمکه او زمان  په یوه وخت د آسمان وآخوا ته چغه پورته کوي، د هغه عدالت په حسرت کې چې د ظلم تور تم  او تورې  وريځې به وشلوي او د امید او هیلې  رڼا به پر ټولې نړۍ خوره وره  کړي.په دغې ویرونکې لارې کې، چې هره ورځ د بشریت پر وجود ژور ټپونه وینو، له ختیځه تر لویدیځ او له شماله تر جنوب پورې د دې پراخې نړۍ، په زړونو کې یوه پټه چغه پورته کیږي؛ د انتظار غږ.،د یوه ناجي  او ژغورونکي د راتلو انتظار ،چې نړۍ به له دغو  ټولو ظلمونو او ستمونو وژغوري. د هغه چا انتظار چې د ظلم  او تورتم  او بې عدالتۍ تارونه به پرې کړي او د سولې او آرامښت بیرغ به پورته کړي.دا انتظار کوم  خوب نه دی، دا یوه هيله ده چې په سختو شیبو او تراخو حالاتو کې زړونه ئې ژوندي ساتلي دي.داسې هيله چې د یوه الهی انسان د ظهور لپاره ده، هغه څوک چې د عدالت رڼا او د حق توره به د جهل او ظلم تورې  پرَدې  وشلوي  او یوه نوې نړۍ به جوړه کړي؛ داسې نړۍ چې په کې به مساوات، عدالت،انصاف، سوله او آرامي  روانه وي.مونږ ایمان لرو چې الهی وعده رښتینې ده او هغه ورځ به راشي چې د ظلم کلاګانې به ویجاړې شي او د ستم ریښې به له مینځه یووړل شي. داسې ورځ به د حق او عدالت لمر د غیبت له وريځو راووځي او ځمکه به د هغه د مبارک شتون په رڼا سره روښانه شي.هغه وخت به هره ذره د دغې سیارې خاورې د آزادۍ او کرامت په بوي خړوبه شي او د ظلم او ستم لپاره به نور ځای پاتې نه وي.

دوستانو  د هر مؤمن په زړه کې د الهی وعدې د امید تلپاتې رڼا روښانه ده: پر باطل د حق د بریا لوړفکر. دغه  فکر زړونه روښانه ساتلي او نړیوال په بې صبرۍ سره د یوه بې مثاله شخصیت د راتلو په انتظار کې دي؛ هغه څوک چې د حق بې له شکه  جارچي  او  منادي، د حقیقت روښانه سفیر، او د زمانې په طوفاني سمندر کې د لارښوونې کشتۍ چلوونکی دی.دا د بشریت د ژغورونکي کاروان مشر، په اسلامي روایتو کې د حضرت  مهدي (عجل ا... تعالی فرجه الشریف) په مبارک نوم یاد شوی دی. او حیرانونکې دا ده چې دا انتظار، له  غوره عبادتونو څخه شمېرل شوی دی.

 د ربیع الاول د میاشتې اتمه نیټه  د حضرت مهدي موعود (عج) د امامت د پيل ورځ ده. نن زمونږ زړونه له  امید او ایمان څخه ډک دي. دا هغه ورځ ده چې د وروستئ الهی ذخیرې، حضرت مهدي موعود (عج) د امامت د پيل یادونه کوي.داسې ورځ چې شیعیان او منتظران په ټولې نړۍ کې د مینې، ولولې  او شوق څخه ډک زړونو سره د هستۍ د عدالت خپروونکي لپاره دعا کوي. د  ۲۶۰ هجري قمري کال د  ربیع الاول دمیاشتې  په اتمه   ورځ، د امامت آسمان په ماتم کې ډوب شو؛ عباسي خلیفه، معتمد، حضرت امام حسن عسکري (علیه السلام) په زهرو سره  شهید کړ.په دغې غمجنې پېښې سره، د مهدي موعود (عجل الله تعالی فرجه الشریف) امامت پيل شو. هغه امام چې د هغه مشري او ولایت د رسول ا...بزرګوار (صلی الله علیه و آله) او آئمه معصومین  (علیهم السلام) له خوا بیان شوی دی.

            د حضرت امام مهدي (عجل ا... تعالی فرجه الشریف) د امامت پيل په داسې حالاتو کې وشو چې یوولسم امام،حضرت امام حسن عسکري (علیه السلام) هم، لکه د نورو ائمه معصومینو  (علیهم السلام)، د خپل قدرمن  زوي لپاره د ولایت زمینه برابره کړې وه.د شهادت له شپې مخکې، حضرت امام حسن عسکري (علیه السلام)، د خلیفه د جاسوسانو او  مامورانو له سترګو لیرې، د دغې مهمې موضوع په اړه ډیر لیکونه بېلابېلو ښارونو ته ولېږل.عباسي حکومت، له پخوا راهیسې او د رسول ا... (صلی الله علیه و آله) او معصومو امامانو (علیهم السلام) د کلام پر اساس چې  مهدي (علیه السلام) به د حضرت امام حسن عسکري (علیه السلام) زوی وي، یوولسم امام ډير زیات  څاره او هر وخت به ورپسې جاسوسان او ماموران ورپسې وو، او احتیاط ئې کاوه چې له  هغه څخه کوم اولاد پاتې نه شي.خو د ۲۵۵ هجري قمري کال د شعبان په مینځنۍ شپه ( دشعبان په پنځلسمه شپه)په سامرا کې د حضرت مهدي (عجل الله تعالی فرجه الشریف)په مبارکې زېږېدنې سره، حضرت امام حسن عسکري (علیه السلام) د خپل زوی د زیږیدنې خبر په پټ  ساتلو سره دا سپيره  نقشه ناکامه کړه.

د حضرت امام حسن عسکري (علیه السلام) له  شهادت وروسته، د هغه بزرګوار د شهادت خبر په ټولې سامرا کې خپور شو او خلکو د هغه پاک امام په ماتم کې ژړل. په دې مینځو میان کې، حضرت مهدي (عجل الله تعالی فرجه الشریف) په پټه د خپل پلار پر پاک جسد لمونځ وکړ.د امام بزرګوار له شهادت وروسته، حضرت حجت (عجل ا.... تعالی فرجه الشریف) چې په هغه وخت کې ئې یوازې ۵ کاله عمر درلود، د امامت مقام ته ورسید. ورو ورو، د پاک امامت له نسل څخه د یوه زوی د شتون خبر په شیعیانو کې خپور شو، خو د خلیفه هڅې د هغه د موندلو لپاره بې پایلې وې.

                 د حضرت حجت (عجل ا... تعالی فرجه الشریف) د امامت دوره په دې وخت کې د غیبت صغری په نوم یادیږي. دا غیبت د هغه د پلاربزرګوار د شهادت له وخت څخه، په ۲۶۰ هجري قمري کال کې پيل شو او تر ۳۲۹ هجري قمري کال پورې ئې دوام وکړ.په دې پړاؤ کې، څلور ځانګړو نایبینو، د امام (عجل الله تعالی فرجه الشریف) او شیعیانو ترمینځ د  ارتباط دنده پر غاړه درلوده او د دین احکام ئې له هغه  بزرګوار څخه اخیستل او شیعیانو ته ئې رسول .دا څلور کسان عثمان بن سعید، محمد بن عثمان، حسین بن روح او علي بن محمد سمری وو.دغه غیبت تر  ۶۹ کاله دوام وکړ. له غیبتِ صغری وروسته، غیبتِ کبری پيل شوه او دا غیبت تر اوسه پورې د وام  لري او نړۍ، په دغو  دوو مرحلو کې، لا هم د علوي عدالت په انتظار ده.

ټول ازاد او پتمن خلک د موعود  ژغورونکي د ظهور په لټه کې دي؛ هغه څوک چې د هغه وعده په ټولو الهی دینونو او د ټولو پیغمبرانو په ژبو کې ئې  انعکاس موندلی دی.د هغه انتظار یوازې یو داخلي حالت نه دی، بلکې یو لوي ښوونځی دی چې انسان د صبر، استقامت او امید ته دعوت کوي.دغه انتظار زړونه ژوندي ساتي او رنځمنو خلکو ته دا زېری ورکوي چې د ظلمت او تورتم  شپه پاي لري او د عدالت لمر به بالاخره راوخيږي.

خوږو دوستانو  مونږ په دې مبارکې ورځې د هغه چا په اړه فکر کوو چې د هغه د ظهور وعده د مؤمنانو زړونه روښانه کوي او مونږ د هغه د لوړو آرمانونو د تحقق په انتظار کې یو.آرمانونه ،لکه د سولې او عدالت رامینځته کول، د ظلم او ستم له مینځه وړل، او له مینې او ورورولۍ  ډکې نړۍ جوړول.اوسنئ نړۍ، تر بل هر وخت د عدالت تږې ده؛ ظلم، جنګ، توپیر ،جنایت او ستم د بشریت پر سر یو دروند سیوری  غوړولی دی.خو د ناجي  او ژغورونکي په راتلو ایمان یو داسې مشال  دی چې په تورتمې تیارې کې نه مړ کیږي. دا باور انسانانو ته توان ورکوي چې د زمانې د ظالمانو په وړاندې ودریږي، د حق په جبهې کې ثابت قدم پاتې شي او د روښانه راتلونکي لپاره هیله من واوسي.

              دوستانو نن سبا  په  داسې حال کې چې ظلم او بې عدالتي په درستې  نړۍ کې په ډېرو برخو کې  خوره وره ده،د الهی  موعودپه  ظهور ایمان  د یوې روښانه څراغ په څير لاره روښانه کوي. همدا باور دی چې د ازادو او پتمنو  د زړونو ترمنځ اړیکه ټینګوي او د غوره راتلونکي لپاره هيله ژوندۍ ساتي؛ یو داسې  راتلونکې چې په کې حقیقت پر دروغو  بریالی کیږي.او بالاخره به هغه ورځ راشي چې د نړئ  ژغورونکی ناجي به په نړیوال قیام سره د ظالمانو نظام له مینځه یوسي او ځمکه به له عدالت او رڼا  ډکه کړي.په هغه وخت کې به ، بشریت   د ریښتینې آرامۍ او ورورولۍ خوند وڅکي او د توحید بیرغ به د تاریخ په اوج کې پورته شي.داسې  ورځ به د خدای د وعدې ورځ وي چې ټول زړونه د هغې په انتظار کې  وي.

= د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف د امامت د پیل  کلیزې په مناسبت یو ځل بیا په مبارکۍ وئیلو سره  باید ووایو  چې ددغه مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي، نو تاسو ټول په نیاؤمن خداي سپارو ،........................

(سیماب)

 ***************************************************