د رڼا سرچینې (۱۵۸) جنت، ترټولو غوره زېری
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i169846-د_رڼا_سرچینې_(۱۵۸)_جنت_ترټولو_غوره_زېری
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۵۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د فتح مبارکې سورې د ۵م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.
(last modified 2026-01-22T09:05:44+00:00 )
Jan 22, 2026 13:31 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۱۵۸) جنت، ترټولو غوره زېری

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۵۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د فتح مبارکې سورې د ۵م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.

د حدیبیې د سولې په موضوع کې (Treaty of Hudaybiyyah)، د «سهیل بن عمرو»(Suhayl ibn ʿAmr) په مشرۍ د مکې مشرکانو د استازو پلاوی، حدیبیې سیمې ته راغی، هغه ځای ته چې د رسول اکرم ﷺ کاروان پکې مېشت وو. د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې. پرېکړه وشوه چې یو تړون ولیکل شي او دواړه لوري به د هغه مادو ته ژمن وي.

یوازې دا چې د مکې مشرکانو د جګړې او پر مدینې د برید پر ځای د خبرو اترو لار ومنله، دا د مسلمانانو لپاره یو ستر امتیاز وو؛ ځکه چې تر دې وړاندې قریشو یوازې د اسلام د له منځه وړلو هڅه کوله او هېڅکله یې نه غوښتل چې د اسلام موجودیت ومني. خو د دې تړون په لاسلیک سره یې ومنله چې ۱۰ کاله به له مسلمانانو سره په سوله کې وي او ورسره به اړیکې هم ولري. مشرکانو په دې کار سره دا ومنله چې نور نه شي کولای اسلام نابود کړي او اړ دي چې ورسره جوړجاړی وکړي، او دا د اسلام لپاره یو ستر بری وو.

تاریخ‌پوهانو او د سیرت لیکونکو د دې تړون، د هغه د لیکلو او د مسلمانانو د غبرګونونو په اړه ډېر تفصیلي بیانونه کړي دي. حتی د تړون د هر بند په اړه د ځینو مسلمانانو اعتراضونه یې هم په تفصیل سره لیکلي دي. په ځینو روایتونو کې راغلي چې ځینو صحابه وو ویلي وو: موږ د دې تړون د لیکلو پر مهال د رسول اکرم ﷺ پر نبوت شک وکړ!

په دې تړون کې، دواړو لورو ومنله چې د لسو کلونو لپاره به هېڅ جګړه او نښته نه کوي؛ یعنې ۱۰ کلن اوربند به وي. که څه هم ځینې مسلمانان پر دې خوښ نه وو، خو رسول اکرم ﷺ دا ومنله، او علي (ع) د دې تړون د لیکوال (کاتب) په توګه دا ولیکلو. د دې تړون بله ماده دا وه چې د مکې او مدینې ترمنځ د دواړو لورو تګ راتګ به پرته له کوم خنډ او مزاحمت څخه ازاد وي.

یو له مهمو مادو څخه دا وو چې که د مکې کوم اوسېدونکی مسلمان شي او مدینې ته د تګ اراده ولري، نو رسول اکرم ﷺ به اړ وي چې هغه بېرته مکې ته وسپاري؛ او برعکس، که کوم مسلمان له اسلامه واوړي او کافر شي، نو مکیان به یې مني. رسول اکرم ﷺ دا شرط هم ومنلو، او علي (ع) د دواړو لورو د هوکړې له مخې، دا ماده هم په تړون کې ورزیاته کړه. ځینو مسلمانانو دا ماده هېڅ نشو زغملای، د دوی اعتراضونه زیات او شکونه لا ډېر شول؛ خو رسول اکرم ﷺ هغوی صبر ته راوبلل.

د تړون یوه بله ماده چې د مسلمانانو لپاره یې یو تلپاتی سیاسي موقعیت رامنځته کړ، دا وه چې هره قبیله او ټبر کولای شي له محمد ﷺ سره یا له مکیانو سره تړون او اتحاد وکړي. تر دې تړون مخکې قبایلو له مسلمانانو سره د اتحاد جرأت نه کاوه، ځکه چې له مسلمانانو سره د اتحاد د جرم له امله له مشرکانو وېرېدل؛ خو له دې تړون وروسته مسلمانانو کولای شول له هرې قبیلې سره چې وغواړي، هوکړه وکړي.

د تړون مادې ولیکل شوې، د رسول اکرم ﷺ او سهیل له‌خوا تایید شوې، او د دواړو لورو شاهدانو لاسلیک کړې. په همدې وخت کې شور جوړ شو او خبر راغی چې د سهیل بن عمرو زوی مسلمان شوی او غواړي د مسلمانانو په لښکر کې پاتې شي. سهیل رسول اکرمﷺ ته وکتل، او حضرت رسول ﷺ په لوړ غږ سره وفرمایل: «د هغه تړون له مخې چې لاسلیک شوی، موږ نه شو کولای هغه ومنو.» رسول اکرم ﷺ لکه د هر بل عهد او ژمنې په څېر د دې تړون او ژمنې پر پوره کولو ډېر ټینګ ولاړ وو.

له خبرو اترو وروسته، رسول اکرم ﷺ امر وکړ: ځکه چې عمره راتلونکي کال ته وځنډېده او سږکال د حج اعمال نه شو ترسره کولای، نو ټول دې د احرام جامې وباسي. ځینو مسلمانانو وویل: تاسو موږ ته د عمرې ژمنه کړې وه او باید مکې ته ولاړ شو. حضرت رسول ﷺ د هغوی اعتراضونو ته پام ونه کړ، خپله له احرامه ووت او نور مسلمانان هم ورو ورو ورپسې اطاعت وکړ. وروسته د رسول اکرم ﷺ کاروان مدینې ته روان شو.

د دې تړون یوه بله ماده چې د ځینو مسلمانانو د خپګان او ناراحتۍ سبب شوه، دا وه چې، هر مسلمان چې له مکې مدینې ته راشي، باید بېرته مکې ته ستون شي. په همدې وخت کې، دوه مکي ځوانان مسلمانان شول او مدینې ته راغلل. د مکې کفارو ځینې کسان د دوی د ستنولو لپاره ولېږل.هغوی رسول اکرم ﷺ خواته ورغلل او د تړون پر بنسټ یې د دواړو ځوانانو د ستنولو غوښتنه وکړه. رسول اکرم ﷺ د تړون د رعایت لپاره له دواړو ځوانانو وغوښتل چې بېرته مکې ته ولاړ شي.

د حضرت رسول ﷺ په امر، دواړه ځوانان د قریشو له مأمورانو سره روان شول او د حضرت رسول ﷺ په خیر دعا سره له مدینې ووتل. دوی په لاره کې د تېښتې پرېکړه وکړه، پر مأمورانو یې برید وکړ، هغوی یې ووژل، تورې یې واخیستې او د مکې او مدینې ترمنځ په لاره کې مېشت شول. هغوی د مکې شاوخوا لارې د کفارو لپاره ناامنه کړې. د مکې نوي مسلمانان، چې مدینې ته د تګ اجازه نه لرله، له هغوی سره یوځای شول، ورو ورو یې شمېر زیات شو او د مکې د کاروانونو لپاره یې سختې ستونزې جوړې کړې. له همدې امله ابو سفیان (Abu Sufyan) د قریشو د مشر په توګه مدینې ته استازی ولېږه او له رسول اکرم ﷺ یې وغوښتل چې دا ماده له تړونه لرې کړي، څو له مکې هر نوی مسلمان وکولای شي مدینې ته هجرت وکړي.  

مسلمانان د حدیبیې له سولې وروسته، په داسې حال کې چې د خدای د کور له زیارته محروم شوي وو، له غم او خپګان سره بېرته وطن ته راوګرځېدل. دا خپګان ډېر دوام ونه کړ، چې د فتح سورت دویم آیت نازل شو او مسلمانانو ته یې د بري زېری ورکړ او فرمایل:

«لِیَغْفِرَ لَکَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِکَ وَمَا تَأَخَّرَ وَیُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَیْکَ وَیَهْدِیَکَ صِرَاطًا مُسْتَقِیمًا:

یعنې: تر څو خدای هغه ګناهونه چې خلکو پخوا او راتلونکي کې تاته نسبت درکولو، وبخښي ( او ستا حقانیت ثابت کړي)، او خپل نعمت پر تا بشپړ کړي او تا مستقیمې لارې ته هدایت کړي.

وروسته رسول اکرم ﷺ خپلو یارانو ته وفرمایل:«پر ما داسې آیت نازل شوی چې زما لپاره د نړۍ له ټولو نعمتونو غوره دی.» د پیغمبر مراد د فتح سورت همدا دویم آیت وو چې خدای د هغه پخواني او راتلونکي ګناهونه بخښلي او پر هغه یې خپل نعمت بشپړ کړی دی. البته د قرآن مقصد هغه ګناهونه دي چې خلکو د رسول اکرم ﷺ په اړه ترسره کړي وو، لکه ځورونې او تورونه، او د نعمت پوره کېدل هغه سترې بریاوې دي، چې د اسلام د خپرېدو لار یې هواره کړه.  

کله چې رسول اکرم ﷺ د فتح سورت دویم آیت خپلو یارانو ته ولوست، ځینو مسلمانانو چې د حدیبیې له پېښو خوابدي وو، وویل: اې د خدای رسوله! دا الهي نعمتونه دې پر تا مبارک وي، خدای هغه څه چې تا ته درکړي او درکوي، بیان کړي دي، خو موږ ته به څه راکړي؟ خدای ستا په اړه خپل نعمت بشپړ کړ، خو زموږ حال څه کېږي؟ موږ ته څه زېری راکوې؟

نو د فتح سورت پنځم آیت نازل شو او د مسلمانانو لپاره یې د دې ښکاره فتحې یوه بله ګټه بیان کړه او ویې فرمایل: «لِیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ جَنّات تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ خالِدِینَ فِیها وَ یُکَفِّرَ عَنْهُمْ سَیِّئاتِهِمْ وَ کانَ ذلِکَ عِنْدَ اللّهِ فَوْزاً عَظِیماً:

( د هغه فتح مبین بل هدف) دا وو چې مؤمن سړي او ښځې (د جنت) هغو باغونو ته داخل کړي چې (تر ونو) لاندې یې ویالې بهېږي، په داسې حال کې چې هلته به تل پاتې وي، او ګناهونه به یې وبخښي، او دا د خدای په نزد ستر بری دی.

د خدای د رسول ﷺ دا ډېر هوښیار اقدام چې د حدیبیې سوله یې لاسلیک کړه، قریش دې ته وهڅول چې فکر وکړي برلاسي د دوی ده، خو اصلي بری د اسلام وو. له همدې امله د قریشو ځینو هوښیارو او اغېزناکو مشرانو ژر دا درک کړه چې بری د رسول اکرم ﷺ دی، نه د قریشو! نو پرېکړه یې وکړه چې ژر تر ژره اسلام ومني، څو له نورو مشرانو مخکې شي. له هغوی څخه یو «خالد بن ولید» ( Khalid Ibn Walid) وو، هغه څوک چې د احد په جګړه کې یې د مشرکانو بری رامنځته کړی وو او د مشرکانو ستر پوځي ـ سیاسي مغز ګڼل کېده.

بل کس، «عمرو بن عاص» (Amr ibn al-As) وو، چې د خندق په جګړه کې یې مهم رول درلود او ډېر سیاست‌وال او پوځي شخصیت وو په همدې وخت کې اسلام ومانه. همدارنګه  عمرو له «مغیره بن شعبه» (Al-Mughira) سره چې هغه هم یو وتلی سیاست‌وال وو، دې پایلې ته ورسېدل چې د دې تړون له لاسلیک سره اسلام د ځواک پر لور روان دی او قریش د کمزورۍ او زوال پر لور؛ نو له همدې امله، د حدیبیې له سولې لږ وخت وروسته، رسول اکرم ﷺ خوا ته راغلل او اسلام یې ومانه، څو خپل ټولنیز مقام وساتي او لوړ یې کړي.

ژباړه: زماني