روژه د خدای مېلمستیا ۸
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i171028-روژه_د_خدای_مېلمستیا_۸
مینه د انسانانو په بدلون کې ډېر رول لري. محبت د زړه له نرمښت، د احساساتو له ظرافت، عاجزي، بیداري او د استعدادونو له پنځونې، د ارادې له پیاوړتیا او د کینې، حسد او کدورت له منځه وړلو سره مرسته کوي.
(last modified 2026-02-22T11:07:25+00:00 )
Feb 22, 2026 15:35 Asia/Kabul
  • روژه د خدای مېلمستیا ۸

مینه د انسانانو په بدلون کې ډېر رول لري. محبت د زړه له نرمښت، د احساساتو له ظرافت، عاجزي، بیداري او د استعدادونو له پنځونې، د ارادې له پیاوړتیا او د کینې، حسد او کدورت له منځه وړلو سره مرسته کوي.

محبت یوه عجیبه کیمیا ده چې ډبره هم ویلي کوي او د غرور غرونه ړنګوي او د عاجزۍ په ډګرونو یې بدلوي.

محبت له رازونو ډک دی او په نړۍ کې ډېره ښکلا رامنځته کوي. حقیقي محبت چي په هر زړه باندې کښېني هغه زړه له نرموالي ډکوي. له محبت څخه دي چې سوزونکي مینې رامنځته شوې او عاشقانه شعرونه تلپاتې شوې دي. عارفان وایي چې نړۍ له خدای سره د مینې او محبت په مدار ګرځي او د هستۍ هېڅ ذرّه د خدای د مینې او محبت له جاذبې څخه بهر نه دی، او د فرزانه حکیم ملاصدرا په وینا، محبت د نړۍ له رازونو ډک او جذبوونکو نیروګانو څخه دی.

د محبت ځواک

یوه له مهمو ټکو څخه چې په دعای مکارم اخلاق کې ورته اشاره شوې او د رسول ا... مبارک (ص) په چلند کې په ښکلي توګه څرګند شوی دی، حقیقي مینه ده. انسان هر څومره چې له خداوند سره نږدې وي، مهربان او نرم زړه کیږي ځکه چې متعال خدای د مینې، عشق او بخښنې سرچینه ده او له دې امله رسول ا... مبارک (ص) د مینې او مهربانی وتلی بېلګه دي. په تاریخ کې راغلي چې د نبی اکرم (ص) مهربانه اخلاق داسې وو چې ډیری خلک حتی سخت زړي کافرانو هم د هغه حضرت د زړه د تل د مینې او حقیقي محبت په لیدلو سره ایمان راوړل او سمه لاره یې غوره کوله. د هغه د پاکې کورنۍ په سیرت او چلند کې هم د مینې، محبت او بخښنې ښکلي نښې څرګندې شوي دي چې ډېره رغنده او درس ورکوونکې ده.

امام سجاد (ع) د مکارم اخلاق د دعا په یوه برخه کې د حقیقي مینې او دغه عجیبه او اغېزناک ځواک ته اشاره کوي او له متعال خدای څخه د داسې مینې غوښتنه کوي، یوه ژوره مینه چې انسانان خوش زړه، عاجز، مهربان او نرم زړه کوي او لکه د غښتلي سیلاب په څیر، کینې او حسدونه پاکوي او له مینځه وړي. هغه فرمایي:

، وَ أَبْدِلْنِی مِنْ بِغْضَةِ أَهْلِ الشَّنَآنِ الْمحَبَّةَ، وَ مِنْ حَسَدِ أَهْلِ الْبَغْیِ الْمَوَدَّةَ، وَ مِنْ ظِنَّةِ أَهْلِ الصَّلَاحِ الثِّقَةَ، وَ مِنْ عَدَاوَةِ الْأَدْنَیْنَ الْوَلَایَةَ، وَ مِنْ عُقُوقِ ذَوِی الْأَرْحَامِ الْمَبَرَّةَ، وَ مِنْ خِذْلَانِ الْأَقْرَبِینَ النُّصْرَةَ، وَ مِنْ حُبِّ الْمُدَارِینَ تَصْحِیحَ الْمِقَةِ، وَ مِنْ رَدِّ الْمُلَابِسِینَ کَرَمَ الْعِشْرَةِ، وَ مِنْ مَرَارَةِ خَوْفِ الظَّالِمِینَ حَلَاوَةَ الْاَمَنَةِ الْاَمَنَةِ

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ او ... د کینه توزو دښمنانو او زما د دښمنانو دښمني په دوستۍ بدله کړه؛ او د هغو کسانو حسد چې زما سره قصد کوي او د دې سبب ګرځي چې هغوی د خپل حق څخه تجاوز وکړي او پر ما ظلم وکړي، په صمیمیت بدل کړه. او زما په اړه د صالحانو بدګماني په باور بدله کړه او د عزیزانو تر مینځ دښمني په دوستۍ بدله کړه، او له خپلوانو سره مخالفتونه په ښه چلند، او د نږدې کسانو یوازېتوب او بې غمخوره پاته کېدل په مرسته او دوستۍ باندې بدله کړه. خدایه هغه کسان چې په ظاهره مینه څرګندوي، خو مینه یې له زړه څخه نه وي، د دوی ظاهري مینه په ریښتینې مینه بدله کړه. او د هغو کسانو چلند چې له ما سره اړیکه لري او زما وړاندیزونه ردوي، په دروند چلند بدل کړه. او له ظالمانو څخه د ویرې تریخوالی د ارامښت په خوږوالي بدل کړه.»

هغه کسان چې له فضیلتونو، اخلاقي کرامتونو، تقوا او ایمان څخه لیرې دي، کله ناکله په اسانۍ سره په خپلو ناسمو خبرو او کړنو له لارې نور خلګ ځوروي. دوی د حسدونو، کینې او داخلي بغضونو له امله کله نا کله خپل مقابل لوری ته سخت زیانونه رسوي. د دعا په دې ارزښتناکه برخه کې امام سجّاد (ع) له خدايه غواړي چې داسې مینه او دوستي پیدا کړي چې کینې او حسدونه په نېکي بدله کړي او بد چلندونه او بې اخلاقۍ په صمیمیت او مهربانۍ باندې. امام سجّاد (ع) په دې برخه کې نه یوازې له خدايه غواړي چې داسې دوستي او مینه پیدا کړي چې د دښمنانو، حسودانو او کینه کښو زړونه نرم کړي، بلکې له خدايه غواړي چې د دوستانو او نږدې کسانو په زړونو کې هم اغېز وکړي او د هغوی کړنې له مینې او مهربانۍ ډکې کړي.