؛ستوري په لمن کې ؛(24) وروستۍ برخه
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i173152-ستوري_په_لمن_کې_(24)_وروستۍ_برخه
   د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په  دې شیبو کې  د ؛ستوري په لمن کې نومې لړئ له ترټولو وروستۍ څلوریشتمې برخې سره ستاسو په خدمت کې  یوو،ګلونو آوریدونکو مونږ ددغې لړئ له هماغه پیله تر دې دمه  د حافظ شیرزاي د ژوند او د هغه د پړاؤ  په بیلابیلو اړخونو رڼا ا چولې ده، نو ددغې لړئ نننئ ترټولو ور وستۍ برخې  آوریدو ته مو رابولوو، هیله ده چې د استفادې وړ مووګرځي. 
(last modified 2026-05-20T12:40:44+00:00 )
May 20, 2026 17:05 Asia/Kabul
  • ؛ستوري په لمن کې ؛(24) وروستۍ برخه

   د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په  دې شیبو کې  د ؛ستوري په لمن کې نومې لړئ له ترټولو وروستۍ څلوریشتمې برخې سره ستاسو په خدمت کې  یوو،ګلونو آوریدونکو مونږ ددغې لړئ له هماغه پیله تر دې دمه  د حافظ شیرزاي د ژوند او د هغه د پړاؤ  په بیلابیلو اړخونو رڼا ا چولې ده، نو ددغې لړئ نننئ ترټولو ور وستۍ برخې  آوریدو ته مو رابولوو، هیله ده چې د استفادې وړ مووګرځي. 

        په تېر پروګرام کې موږ له هغو ترکيه والو ادیبانو سره اشنا شو چې د حافظ پر دیوان ئې شرح او تفسیرونه لیکلي دي.  اوس به د دغې لړۍ په وروستۍ برخې کې هغو نورو ترکيه والو  ادیبانو ته اشاره وکړو چې د حافظ پر اثارو ئې شرح لیکلې ده.

 دوستانو ، وهب قوي» یو بل هغه کس دی  چې د حافظ پر دیوان ئې شرحه لیکلې ده. دغه ادیب د حافظ شعرونه د مولوي د طریقې اړوند ګڼلي او د همدې لیدلوري له مخې ئې د حافظ شعر ونه  څېړلي دي.

  پوهان باور لري چې دا شرح د حافظ پر اثارو د لیکل شوي یوه  تر ټولو بې‌ارزښته شرحه ده. «وهب قوي» د دیارلسمې هجري قمری پېړۍ په پیل کې ژوند کاوه او یاده شرحه  لومړی ځل په ۱۲۷۳ هجري قمری کال کې په قاهرې کې چاپ شوه. دغه اثر وروسته په ۱۲۸۶ او ۱۲۸۸ قمری کلونو کې هم په استانبول کې خپور شو.

 فضلي ، «ابوالفضل محمد بن دفتري» او  امین یمني» هم له هغو کسانو څخه دي چې د حافظ پر دیوان ئې شرح او تفسیر لیکلی دی. «یمني» خپله شرحه د «جذبه عشق»  یا هماغه د عشق جذبه  په نامې سره په  کتاب کې وړاندې کړې ده.

           دوستانو   مناسبه ده چې پوهه شئ، د پوهانو په اند د دغو  درو کسانو له خوا د حافظ پر دیوان لیکل شوې هېڅ یوه شرحه ادبي ارزښت نه لري.

 ناجي معلم» چې د نولسمې میلادي پېړۍ له مشهورو شاعرانو څخه و، هم یو  هغه ادیب  دی چې د حافظ پر اثارو ئې شرحه لیکلې ده.

  نوموړي د حافظ او سنائي هغه بیتونه چې د متَلونو په توګه کارېدل، په ترکي ژبه د «سانحات العجم» په نوم کتاب کې ژباړلي او تشریح کړي دي. دغه کتاب په ۱۳۰۴ کال کې په استانبول کې چاپ شوی دی.

 په ۱۹۷۸ کال کې یو ایرانی محصل، محمود پدیده، د استانبول پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د پروفیسور تحسین یازي په لارښوونه د حافظ ستونزمن بیتونه د خپلې  پی ایچ ډی  رسالې په بڼه ولیکل.

ګرانو دوستانو  اوس به د حافظ د دیوان ترکي ژباړو ته  هم یوه لنډه اشاره وکړو.

  ارواښاد استاد عبدالباقي ګلپارلي لومړي ځل په ۱۹۴۴ کال کې د حافظ شعرونه  په ترکي ژبې  وژباړل او چاپ ئې کړل. دغه اثر په ۱۹۶۸ او ۱۹۸۸ کلونو کې هم دویم او دریم ځل خپور شو.

  عبدالباقي گلپارلي د ترکیې له نامتو څېړونکو او ختیځ‌پوهانو څخه ؤ، چې خپل ټول عمر ئې د ادب، عرفان، ژباړې، شرحې او د ترکي، فارسي او عربي ژبو  د بېلابېلو کتابونو د لیکنې او څېړنې په برخه کې تېر کړ.

   دغه ادیب له سلو څخه زیات آثار، لکه تالیف، ژباړه، شرحه او ادبي  کتنې په څير آثار پریښودولي دي ، له ځانه پرېښي دي.

     ګلپارلي د حافظ د اثارو د شرحې او ژباړې لپاره ډېر زحمت ایستلی دی. دمثال  په توګه، هغه د حافظ د دیوان د خپلې یوې ژباړې په نسخې کې  د ژباړې په فونیتیک یا  په آسانه بڼه لیکلی دی، څو لوستونکی ژباړل شوې نسخه په اسانۍ سره له اصلي اثر سره پرتله کړئ شي.

            ګرانو اورېدونکو او کتونکو! د ترکیې شاعرانو او ادیبانو تل د حافظ د اثارو د مطالعې په برخې کې فعاله ونډه لرلې ده او د حافظ د افکارو او شعرونو د درک او  د نورو  د پوهّوّلو لپاره ئې ډېرې هڅې کړې دي، او دغه هڅې لا هم دوام لري.

 حجابی قرلانغیچ ،د ترکیې یو بل ادیب دی چې د حافظ آثار ئې ژباړلي دي. نوموړی د دې په اړه چې د ترکیې خلک څنګه له حافظ سره اشنا شول او د هغه د آثارو ژباړه څنګه پیل شوه، وائي؛   د عثماني  پړاؤ پر مهال په ښونځیو  کې د ادبیاتو د تدریس، د ژبې د بېلابېلو موضوعګانو د پېژندنې، ادبي صنعتونو او د عروضو د علم د زده کړې لپاره د حافظ له شعرونو استفاده کېدله. له همدې امله د شعرونو د لا ښه درک لپاره بېلابېلې شرح لیکنې ترسره شوې او د حافظ د شعرونو ژباړې رامنځته شوې.

د جمهوریت په پړاؤ  کې هم دا لړۍ روانه پاتې شوه، خو له دې امله چې په دې وخت کې ترکي ادبیات یوې نوې مرحلې  ته وارد شوي وو،  او په  هغو کې لوېدیځ او فرانسې ته ډېره پاملرنه کېدله. سره له دې، روڼ اندو پرګنو  بیا هم د فارسي شعر هرکلی کاوه.

 دغه ژباړن د ترکیې په پوهنتونونو کې د حافظ د مقام په اړه هم دې ټکي ته اشاره کړې ده چې: نن سبا په پوهنتونونو کې د مقالو او د ماسټرۍ او پي ایچ ډي د رسالو په چوکاټ کې د شعر د رازونو ، استعارو او مضمون جوړونې له پلوه د حافظ شیرازي پر شعرونو څېړنې کېږي.

  عدنان قره اسماعیل آغلو چې د ترکیې د قریق کلا  پوهنتون د فارسي ژبې او ادبیاتو استاد دی، د ایران او ترکیې د ادبیاتو تاریخ ګډ اړخونه لري او باور لري چې هم په لوي خراسان او هم په ماوراءالنهر کې شاعرانو په بېلابېلو ژبو لکه فارسي، عربي او ترکي شعرونه ویل او کتابونه ئې  لیکل. ځکه چې ټولو د اسلام دین منلی و، نو ګډ افکار او مضامین پکې راڅرګندېدل. له همدې امله ډېر لیدل شوي چې په دغو دوو سیمو کې دود شوي مضامین تر  وړې آسیا (اوقیانوسیې) پورې رسېدلي او د هغه ځای د خلکو له خوا منل شوي دي.

  اسماعیل آغلو همدارنګه د حافظ له آثارو څخه د الهام اخیستنې یادونه کوي او وائي؛ د فارسي ادبي آثارو لکه د سعدي او مولانا د اثارو د پراختیا او د و ړې آسیا د خلکو د مینې له امله، ویلئ شو چې دغو آثارو د دې سیمې د خلکو فکري بنسټ جوړ کړی دی. له همدې کبله دا آثار ځانګړی اهمیت لري، او د خلکو  ګروهنه  تر دې حده رسېدلې وه چې د حافظ هممهاله  ډېرو ترکي ژبو شاعرانو به د هغه شعرونه حفظ کول یا به ئې په ترکي ژبې ژباړل، او په یو ډول د حافظ شعرونه د هغوی لپاره مهمه بېلګه ګڼل کېدل.

ژباړن؛(سیماب)

************************************************

 

 

 =    هو ګرانو دوستانو! حافظ شیرازي چې په نړیوالو ادبي محفلونو کې هم پېژندل شوی دی،د ایران  له یزد او هرمز  ټاپو پرته ئې بل هېڅ ځای ته سفر  ونه کړ،  او له شیراز څخه بهر ونه ووت، خو په ټولې نړۍ کې خپل مینه وال لري. داسې مینه وال چې که څه هم په فارسي خبرې نه شي کولای، خو د حافظ ښکلي شعرونه په آسانه او بې تېروتنې لولي او ترې خوند اخلي.

 د فارسي ادبیاتو مینه والو! مونږ په «؛ ستوري په لمن کې ؛ نومې لړئ کې  هڅه وکړه چې د حافظ شیرازي په ژوند او  زمانې  په کتنې سره، دغه محبوب ایرانی شاعر تاسو ته دروپېژنو.

 د پروګرام له لومړیو برخو څخه چې پکې مو د حافظ د ماشومتوب د پړاؤ او د هغه وخت د ټولنې د شرایطو په اړه خبرې وکړې، تر دې چې د حافظ د پړاؤ  له پاچاهانو او د حافظ له هغوی سره د اړیکو، او همدارنګه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د حافظ د محبوبیت په اړه  مو معلومات وړاندې کړل، هڅه مو وکړه چې د دغه ستر شاعر په اړه ځانګړي او په زړه پورې ټکي ستاسو  خدمت ته وړاندې کړو.

 هیله لرو چې وړاندې شوي مطالب مو خوښ شوي وي او له هغه څه مو خوند اخیستی وي چې په «ستوري په لمن » نومې لړئ کې  وړاندې شول

=  نو ګلونو آوریدونکو! حافظ شیرازي یوازې د پرون شاعر نه دی؛ هغه د ټولو زمانو شاعر دی. د نن او راتلونکي لپاره ئې له نصیحتونو، پندونو او خوږو ویناوو ډک پیغامونه پرېښي چې د بېلابېلو زمانو خلکو ته ګټور او د ژوند په چارو کې اغېزشیندونکي تمامېدلی شي. حافظ یو ایرانی شاعر دی چې د ټولې نړۍ محبوب دی.

نو په دې اړه  مو له خپلو نظرونو  او کرکتنو او دغه راز ښو ښو وړاندیزونو  خبر کړئ  څو دغه شان پروګرامونه ورسره نوره هم خوندور او په زړه پورې کړئ شو.PARSTODAY.IR/PS     او همدارزا  د IRAVRADIO/PS   ایډروسنه هم درسره نوټ کړئ او په سوشل  میډیا او ټولنیزو  چینلونو کې  زمونږ  له مطلبونو او لیکنو خوند و اخلئ ،نو  ددغه  وروستي مطلب وخت هم همدومره ؤنو  په  نیاؤمن خداي مو سپارو بریالي او سوکاله ژوند ولرئ .

(سیماب)

***************************************************