علم او پوهه د ديني حکومتوالۍ یوه بنسټیزه ډبَره ده
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i173524-علم_او_پوهه_د_ديني_حکومتوالۍ_یوه_بنسټیزه_ډبَره_ده
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د قربان او غدیر دنیکمرغه  اخترونو او د ولایت د اوونۍ په مناسبت په مبارکي ویلو سره ټینګار وکړ چې الهي پیغمبران د انسان د روزنې او د یوې غوره ټولنې د جوړولو لپاره مبعوث شوي دي.
(last modified 2026-05-29T10:40:06+00:00 )
May 29, 2026 15:03 Asia/Kabul
  • علم او پوهه د ديني حکومتوالۍ یوه بنسټیزه ډبَره ده

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د قربان او غدیر دنیکمرغه  اخترونو او د ولایت د اوونۍ په مناسبت په مبارکي ویلو سره ټینګار وکړ چې الهي پیغمبران د انسان د روزنې او د یوې غوره ټولنې د جوړولو لپاره مبعوث شوي دي.

زمونږ خبریال راپور راکوي، د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت‌الاسلام والمسلمین ابوترابي‌فرد وویل چې د قرآن کریم آیتونه د ټولو هغو پیغمبرانو رسالت بیانوي چې آسماني کتابونه ئې لرل، او د هغوی دنده د انسان پوهَول او روزل  او د عدالت پر بنسټ د ټولنې جوړول دي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه: هغه انسانان چې د الهي وحی د لارښوونو په رڼا کې د عدالت لپاره پاڅون کوي، په خپل وګړنیز، کورني او ټولنیز ژوند کې له ظلم څخه ځان ساتي؛ جنګ  کوي، خو تېری نه کوي.

ابوترابي‌فرد په دې خبرې سره چې د الهي پیغمبرانو رسالت یوازې کوم ځانګړي قوم یا زمانې پورې محدود نه دی، څرګنده کړه: قرآن کریم د الهي تمدن د  بیانولو  په مقام کې دی؛ پیغمبران تمدن جوړوي او قدرت ئې په لاس کې دی.

هغه د قرآن یوه آیت ته په اشارې سره وویل: د حکومتوالۍ او قضاوت مفهوم له سیاسي قدرت  پرته معنا نه لري؛ د خلکو د عدالت لپاره قیام او د انساني ټولنې روزنه، د داسې سیاسي نظام لاسته راوړنه ده چې پر وړتیاوو ولاړ وي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټینګار وکړ: انسان داسې وړتیا لري چې روزل کېدالی شي، په علم سمبالېدلی شي او د خپلې ارادې په وسیله له ګناه او فساد څخه  ځان لیرې ساتلی شي، خو عقل هغه وخت د الهي پیغمبرانو په مکتب کې شتون پیدا کوي چې د وحی په رسۍ  منګولې ښخې کړي.

هغه د غدیر خم په ورځ د رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وآله‌وسلم وصیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د غدیر په ورځ د خدای اراده داسې وه چې د امت د امامت او رهبرۍ مسئله معصومو پیشوایانو ته وسپارل شي.