د غدیرِ خُم نېکمرغه اختر مو مبارک شه
نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې اتلسمه نېټه چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي له ۱۴مې نېټې سره سمون لري، د مسلمانانو د ستر اختر په توګه د غدیرِ خُم د نېکمرغه اختر ورځ ده.
#غدیرِ_خُم د مکې او مدینې ترمنځ د هغې سیمې نوم دی چې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له حجةُ الوداع څخه د ستنېدو پر مهال، ټول مسلمانان چې حج ته تلي وو، په غدیر خُم نومې سیمې کې راټول کړل او هلته یې حضرت امام علي (ع) د خدای تعالی له خوا د خپل وصي، ورور او ځای ناستي په توګه معرفي کړ.
حضرت محمد مصطفی(ص) د غدیر خم په مهمه خطبه کې وفرمایل: د هر چا چې زه مولا یم، زما وروسته علي د هغه مولا دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت مؤمن ولس د غدیر د اختر په ورځ په مذهبي ځایونو کې پر راټولېدو او د مختلفو جشنونو پر ترسره کولو سربېره، د سیدانو ملاقات ته هم ځي.
موږ هم د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا د حضرت علي (ع) مینوالو او د نړۍ ټولو آزادي غواړو ته د غدیر خُم د نېکمرغه اختر مبارکي وایو.