د رڼا سرچینې ( ۲۰۴ )/ د ابرهه دښمن ته یادونه
-
سوره فیل
درنو لوستونکو! د رڼا سرچینې په ۲۰۴مه برخه کې به د ابراهه دښمن ته د یادونې تر عنوان لاندې د فیل سورې د ۱ څخه تر ۵ ایتونو د نزول د شان په اړه معلومات شریک کړو، هیله ده، تر پایه یې ولولئ.
د حجاز په جنوبي سیمه کې یوه ښکلې او حاصلخېزه خاوره پرته ده چې یمن نومېږي. دغه سیمه له دوو خواوو د سره سمندر او عدن خلیج په اوبو کې را چاپېره شوې وه، دغه راز یې د سوداګرۍ او د تګ راتګ د لارو له پلوه ځانګړی موقعیت درلود. له ډېر پخوا راهیسې دغه سیمه د ګڼو سیاسي بدلونونو شاهده پاتې شوې ده.
له اسلام څخه مخکې، د بیزانس امپراتوري او د دې سیمې لوېدیځ ګاونډي، یعنې د سره سمندر هغې غاړې ته حبشې، تل د یمن سیمې ته په طمعه کتل او څو ځله یې پرې یرغلونه کړي وو.
دغه یرغلونه تر ډېره له سیاسي او اقتصادي موخو سره مل وو. خو کله چې حبشې په رسمي ډول عیسوي دین ومانه او له روم سره یې اړیکې نږدې شوې، نو د دغو دواړو د ګډ دین له امله په یمن کې د عیسویت د خپرولو مذهبي موخه هم له پخوانیو موخو سره یوځای شوه. همدا لامل شو چې له اووه کلنې جګړې وروسته حبشیانو پر یمن واک ترلاسه کړ.
ابرهه د حبشي لښکرو له ډلې څخه و،هغه زړور سړی و او د پاچاهۍ دعوه یې لرله. په تدریجي ډول یې د حبشې د یو شمېر سرتېرو په مرسته وکولای شول چې د یمن واک ترلاسه کړي.
ابرهه د دې لپاره چې د عیسویت دین ته ستر خدمت وکړي، یوه لویه او مهمه کلیسا یې جوړه کړه او ګڼ مبلغین یې شاوخوا سیمو ته ولېږل، څو خلک عیسویت ته راوبولي او یاده کلیسا مشهوره کړي.
ابرهه ورو ورو دې فکر ته ورسېد چې کعبه وتړي او ټول خلک خپلې کلیسا ته راجلب کړي.
د حجاز عربان د ابرهه له دې پرېکړې ډېر خپه شول؛ ځکه هغوی خپل عزت او حیثیت له کعبې سره تړلی باله. له همدې امله، ځینو کسانو یاده کلیسا وسوځوله، څو ابرهه له خپلې پرېکړې تېر شي.
خو د یمن پاچا ډېر غوسه شو او پر خپلې پرېکړې لا ټینګ شو. هغه پرېکړه وکړه چې پر کعبه برید وکړي، هم له حجازي خلکو څخه خپل غچ واخلي او هم د عربستان د سیاسي مرکزیت ځای له مکې څخه یمن ته ولېږدوي. همدارنګه یې غوښتل چې مکې مکرمې ته د بیتالله د زیارت کوونکو له سفرونو څخه ترلاسه کېدونکي ستر اقتصادي عواید خپل کړي.
د همدې لپاره یې ستر لښکر جوړ کړ، هغه کسان یې له ځآن سره ملګري کړل، چې ورسره تللی شول او څو فیلان یې هم له ځان سره راوستل، څو د مکې او حجاز هغه اوسېدونکي چې مخکې یې فیل نه و لیدلی، ووېروي او رواني جګړه رامنځته کړي.
ستر لښکر د مکې پر لور وخوځېد. مکې ته نږدې یې د اوښانو یوه رمه ولیده چې له ۲۰۰ اوښانو څخه زیاته وه. هغوی لښکر ته د خوړو برابرولو لپاره اوښان ونیول.
سوره فیل
ابرهه یو کس مکې ښار ته ولېږه، څو د مکې مشر او د خلکو مشر له ځان سره راولي. هغه له عبدالمطلب سره بېرته راوګرځېد؛ عبدالمطلب د قریشو د قبیلې مشر و.
عبدالمطلب غښتلی، نوراني، باوقاره، زړور او فصیح ویناوال سړی و. کله چې ابرهه هغه ولید، د هغه د شخصیت او هیبت تر اغېز لاندې راغی، له خپل ځایه پاڅېد او له عبدالمطلب څخه یې وغوښتل چې د ده ترڅنګ کښېني.
بیا یې ورته وویل: «ایا ته د مکې مشر یې؟» هغه وویل: «خلک همداسې وايي.»
ابرهه وویل: «زموږ موخه د کعبې ویجاړول دي؛ خو د مکې له خلکو سره کار نه لرو او نه غواړو د هغوی وینه تویې کړو. خلکو ته ووایه چې له ښاره ووځي، څو زیان ونه ویني.»
بیا یې زیاته کړه: «ایا کومه اړتیا یا غوښتنه نه لرې؟»
عبدالمطلب وویل: «ستا سرتېرو زما اوښان نیولي دي؛ امر وکړه چې هغه ماته بېرته راکړي.» ابرهه له دې غوښتنې حیران شو او ویې ویل:
«د لیدنې په پیل کې مې ته یو ستر او باعزته انسان وګڼلې، خو په دې غوښتنه زما په نظر کې کوچنی شوې؛ ځکه ما فکر کاوه چې له ما څخه به وغواړې چې د کعبې له ویجاړولو تېر شم!»
عبدالمطلب د ابرهه د خبرو په ځواب کې داسې خبره وکړه چې هغه یې ولړزاوه. ویې ویل:
«زه د خپلو اوښانو خاوند یم، او کعبه خپل خاوند لري چې هغه به وساتي.»
له دې خبرو لږ وروسته عبدالمطلب خپل اوښان بېرته ترلاسه کړل او مکې ته ستون شو. خلکو ته یې وویل: «موږ د ابرهه د دومره ستر لښکر د مقابلې توان نه لرو؛ هغوی سختزړي دي او د غچ اخیستو په لټه کې دي. ټول د شاوخوا غرونو په لور پناه یوسئ.»
عبدالمطلب خپله د کعبې ترڅنګ ولاړ او دعا یې پیل کړه. لا یې دعا نه وه بشپړه کړې چې ناڅاپه یې یوه توره ورېځ ولیده چې د سره سمندر له لوري د مکې پر لور روانه وه. عبدالمطلب موسکی شو او خپلو نږدې کسانو ته یې وویل: «د الهي مرستې او بریا نښې راڅرګندې شوې دي.»
هو، هغه توروالی توره ورېځ نه وه؛ بلکې د مرغانو یوه ستره ډله وه چې د الله تعالی له لوري د ابرهه د لښکر د له منځه وړلو لپاره مأموره شوې وه.
ابرهه د کعبې د ویجاړولو لپاره مکې ته د برید امر وکړ. الله تعالی هم خپلو لښکرو ته امر وکړ چې د ابرهه لښکر له منځه یوسي.
هغه مرغان وو چې د هر یوه بدن د یوې وړې مرغۍ په اندازه و. هر یوه مرغه درې وړې، وړې ډبرې لرلې؛ یوه یې په مښوکه او دوه یې په خپلو پنجو کې نیولې وې.
د حیرانتیا خبره دا وه چې د هغوی ډبرې، له کوچنیوالي سربېره کلکې ډبرې هم نه وې؛ بلکې د ډبرې او خاورې ترمنځ یو ډول مواد وو. خو د ویجاړولو اغېز یې ډېر زیات و؛ داسې چې د هر چا پر سر به ولګېده، هغه به یې سوری کړ او بدن ته به ننوتله، لکه بدن یې چې چا منفجر او ټوټه ټوټه کړی وي.
دې صحنې د ابرهه پر لښکر سخته وېره خپره کړه. هغوی خپله اصلي موخه پرېښوده او هر یو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په تېښته شو. خو مرغانو تېښتېدونکي کسان هم تعقیبول او د هغوی د کړنو سزا یې ورکوله.
د ابرهه د لښکر له ډېرو لږو کسانو پرته، چې باید ژوندي پاتې شوي وای او د دې معجزې پېښې خبر یې نورو خلکو ته رسولی وای، ټول سرتېري ووژل شول.
د ابرهه د مکې د برید کال د فیل کال (عام الفیل) په نوم مشهور شو. په همدې کال د الله تعالی پیغمبر، حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم، وزېږېد. د ابرهه د لښکر د پېښې او د کعبې د ویجاړولو د هغوی د هڅې له تېرېدو کلونه تېر شوي وو، خو خلکو لا هم هغه عبرتناکه پېښه په یاد لرله.
تر دې چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ مبعوث شو.
یوه ورځ ابوطالب له خپل وراره، محمد امین، څخه وپوښتل: «د ورور زویه! ایا ته د ټولو خلکو لپاره مبعوث شوی یې، که یوازې د خپل قوم لپاره؟»
پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «زه د ټولو انسانانو لپاره، سپین او تور، عرب او عجم لپاره مبعوث شوی یم. قسم په هغه ذات چې زما ژوند یې په لاس کې دی، زه ټول سپینپوستي او تورپوستي انسانان دې دین ته رابولم او ټول هغه کسان چې د غرونو پر څوکو او په سمندرونو کې دي، دې دین ته رابولم.»
کله چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا خبره د قریشو کفارو ته ورسېده، هغوی حیران شول او په ملنډو یې ابوطالب ته وویل: «ایا ښه اورې چې ستا وراره څه وايي؟!»
«پر خدای قسم! که د ایران او روم خلک د ده دا خبرې واوري، نو موږ به تباه شو؛ هغوی به موږ له منځه یوسي او کعبه به ویجاړه کړي.»
الله تعالی د سورۀ فیل په نازلېدو سره د دې خبرې ویونکي وغندل او هغوی ته یې څرګنده کړه چې هېڅوک د داسې کار توان نه لري:
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِیمِ
أَلَمْ تَرَ کَیْفَ فَعَلَ رَبُّکَ بِأَصْحَابِ الْفِیلِ / أَلَمْ یَجْعَلْ کَیْدَهُمْ فِی تَضْلِیلٍ / وَأَرْسَلَ عَلَیْهِمْ طَیْرًا أَبَابِیلَ / تَرْمِیهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّیلٍ / فَجَعَلَهُمْ کَعَصْفٍ مَّأْکُولٍ :
ترجمه:
ایا ته نه يې خبر شوى چې ستا رب له فیل والاو سره څنګه كار كړى و؟
ایا د هغوى چل (او مكر) يې په ګمراهۍ او زیان كې نه و ګرځولى؟
او په دوى باندې يې ډلې ډلې مرغان راخوشې كړل
چې دغو (مرغانو) به دوى په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ او په اور پخ شوي وو
نو دغه (خلک) يې د خوړل شویو وښو په شان وګرځول
ګرانو لوستونکو!
په نني مطلب کې مو د فیل سورې د ۱ تر ۵ آیتونو د شانِ نزول په اړه معلومات واورېدل او د ابرهه د لښکر د مکې پر لور د برید او د الله تعالی د قدرت او مرستې له عبرتناکې پېښې سره مو بلدتیا پیدا کړه.
هیله ده له مطالبو مو ګټه اخیستې وي.
تر بل مطلب پورې مو په لوی او مهربان خدای سپارو.
الله مو مل شه، روغ، جوړ او بریالي اوسئ!