د افغانستان د فوټبال فدراسیون له هېواده بهر د ښځینه وو د فوټبال ملي لوبډله جوړوي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې په پام کې لري د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله دا ځل له هېواده بهر جوړه کړي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون له هېواده بهر د ښځینه وو د فوټبال ملي لوبډله جوړوي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې په پام کې لري د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله دا ځل له هېواده بهر جوړه کړي.
د فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په دننه او بهر کې د فوټبال ښځینه لوبغاړو ته بلنه ورکړې چې د نوم لیکنې فورمې ډکې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي:«د افغانستان د ښځينه فوټبال ملي لوبډلې د نويو تخنيکي کارکوونکو له هر اړخيزې کتنې وروسته چې ډېر ژر به معرفي شي، وړ لوبغاړي د غوراوي کمپ ته رابلل شوي دي. مشر روزونکی کولای شي هغه لوبغاړي وټاکي چې غواړي په ملي لوبډله کې ولوبیږي.»
د فدراسیون ویاند فېروز مشعوف هم رسنیو ته ویلي: "د فوټبال د ټولو ښځینه لوبغاړو څخه، که پخوانۍ ملي څېرې وي یا بهر کې اوسېږي او د فوټبال لوبه کوي له موږ سره خپل معلومات شریکوي او موږ یې بیا یوه غوراوي/ټاکنیز کمپو ته راغواړو."
مشعوف د دې پروسې تخنیکي اړخ او نور جزییات نه دي ورکړي، خو د راپورونو له مخې د افغان ښځينه و د فوټبال ملي لوبډلې د بیا جوړولو دا هڅه د فیفا له خوا حمایت شوې ده.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا راتګ سره د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله منحل شوه او فعالیتونه یې ودرول شول.