Mar 07, 2023 15:03 Asia/Kabul
  • د نریندار مودي کرکټ لوبغالی د یوې ټیسټ لوبې پر مهال د زیاتو نندارچیانو نوی ریکارډ جوړوي

ټاکل شوې د مارچ په نهمه نیټه د هندوستان احمد اباد ښار اړوند نریندار مودي لوبغالي کې د اسټرالیا او هند ترمنځ د څلورمې تیسټ لوبې پر مهال د تر ټولو زیاتو نندارچیانو ریکارډ خپل کړي.

د نریندار مودي کرکټ لوبغالی د یوې ټیسټ لوبې پر مهال د زیاتو نندارچیانو نوی ریکارډ جوړوي

ټاکل شوې د مارچ په نهمه نیټه د هندوستان احمد اباد ښار اړوند نریندار مودي لوبغالي کې د اسټرالیا او هند ترمنځ د څلورمې تیسټ لوبې پر مهال د تر ټولو زیاتو نندارچیانو ریکارډ خپل کړي.

په ۲۰۱۳میلادي کال کې د اسټرالیا په میلبورن کرکټ لوبغالی کې د یوې ټیسټ لوبې پر مهال ۹۱۱۱۲ نندارچیانو لوبې ننداره کړه چې د زیاتو نندارچیانو ریکارډ له ځآن سره لري، خو د مودي لوبغالی د ۱۳۲ زره تنو نندارچیانو د ناستې ظرفیت لري او ټاکل شوې راتلوونکې لوبې ته تر سل زرو زیات نندارچیان راشي چې له دې سره به د اسټرالیا ریکارډ مات کړي.

د هند د اسټرالیا سره د څلور ټیسټ لوبو سریز کې دوه یو مخکې دی.

 

ټیګونه