د بنګلدېش کپتان شکیب الحسن ټاکنو ته ودریږي
Nov 27, 2023 12:07 Asia/Kabul
د بنګلدېش د ملي لوبډلې کپتان شکیب الحسن په دغه هېواد کې د واکمن ګوند عوامي لیګ له لورې پخپله ټاټوبي ماګورا ون حلقې څخه د ولسي جرګې ټاکنو ته دریږي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ په ټاکنو کې د ګډون خبر د نوموړي ګوند هم تصدیق کړی او ټاکل شوې، د یاد هېواد د ولسي جرګې ټاکنې د راتلوونکې ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په اوومه ترسره شي.
که شکیب الحسن په ټاکنو کې بریالۍ شي، نو کولای شي چې په پارلمان کې د رایو په تر لاسه کولو سره د یاد هېواد د لومړي وزیر څوکۍ هم خپله کړي.
د یادولو وړ ده چې د نړیوال جام په سیالیو کې د سریلانکا خلاف لوبه کې د شکیب الحسن ګوتې ټپي شوې وې او بېرته یې لوبډلې ته د راتګ په اړه څه ندي ویل شوي.
ټاکل شوې بنګلدېش د نیوزلینډ پر وړاندې د دسمبر په ۱۱مه ټیسټ د ټیسټ لوبو لړۍ پیل کړي.
ټیګونه