کوم مشهورو لوبغاړو په 2023 کې کرکټ سره مخه ښه وکړه؟
نن د ۲۰۲۳ کال وروستۍ ورځ ده، په دغه کال کې ډیرو لوبغاړو د خپلو هېوادونو لپاره غوره لوبې وکړې، ډیرو له کرکټ سره مخه ښه وکړه او ځینو یې د کرکټ نړۍ ته تازه مخه وکړه.
ډیویډ وارنر
د استرالیا برید ګر توپ وهونکي ډیویډ وارنر چې دا مهال د پاکستان خلاف ټیسټ سیریز لوبدله کې شاملی دی، له ټیسټ لوبو سره یې ښه ښه وکړه او د جنورۍ په درېیمه نیټه به د پاکستان خلاف وروستۍ لوبه ترسره کړي.
خو د کرکټ د مینوالو لپاره ښه خبر دادی چې هغه به یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبو ته دوام ورکړي.
سټوارټ براډ
سټوارټ براډ د کرکټ په نړۍ کې یو مشهور نوم دی.
دغه خطرناک تېز بالر د خپل کیریر وروستۍ نړیواله لوبه د ۲۰۲۳ کال د ایشز سیریز پر مهال ترسره کړه.
براډ په نړیوال کرکټ کې د ۸۴۷ ویکټو په ترلاسه کولو سره خپل کیریر پای ته ورساوه.
براډ په ټیسټ کرکټ کې ۶۰۴ ویکټې اخیستي چې د تیز بالر لپاره اسانه کار نه دی.
جوګیندر شرما
تېز بالر جوګېندر شرما چې د هند د 2007 کال ICCT شل اوریزه نړیوال جام په اتلولۍ کې یې مهم رول لوبولی و، په 2023 کال کې د کرېکټ له ټولو فارمیټونو څخه د تقاعد اعلان وکړ.
جوګیندر د T20 نړیوال جام فاینل کې د پاکستان پروړاندې په وروستي اوور کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او هند ته یې تاریخي بریا ورکړه.
نوموړي په خپل نړیوال کرکټ کې څلور یو ورځنۍ او څلور شل اوریزې لوبې ترسره کړې.
دغه تېز بالر د روان کال د فبرورۍ په ۳ مه له کرېکټ څخه تقاعد اعلان کړ.
مورلي وجی
د هندوستان مورلي وجي هم د کرکټ سره مخه ښه وکړه. هغه د هند لپاره ۶۱ ټیسټ، ۱۷ یو ورځنۍ او ۹ شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړي دي.
مرلي وجي د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۳۰ مه خپل تقاعد اعلان کړ.
ښي لاسي توپ وهونکي مرلي ویجي وروستی ځل په ۲۰۱۸ کال کې د هند لپاره لوبه وکړه.
ګور کرات سینګ مان
الراونډر ګورکیرات سینګ مان د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې له نړیوال او هندي کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.
۳۳ کلن ګورکیرات سینګ مان د هند لپاره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې.
هغه وروستی ځل په ۲۰۱۶ کال کې د هند لپاره لوبه کړې وه.
کوینټن ډی کاک
د سویلي افریقا ویکټ ساتونکی توپ وهونکی کوینټن ډي کاک د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالیو وروسته د یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه.
د يو ورځنيو لوبو نړيوال جام کې د ډي کاک کارکردګي بې ساري وه.
۳۱ کلن ډي کوک چې مخکې له ټیسټ لوبو تقاعد شوی و اوس به یوازې په شل اوریزو لوبو کې لیدل کیږي.
سنیل ناراین
د ویسټ انډیز الراونډر سنیل نارین د روان کال په نومبر میاشت کې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد شو.
په هرصورت، دوی به د فرنچائز T20 لیګ کې لوبې ته دوام ورکړي.
سنیل شپږ ټیسټ، 65 یو ورځنۍ او 49 T20I لوبې کړي دي.
میګ لیننګ
د اسټرالیا د ښځینه کرکټ لوبډلې کپتان میګ لیننګ هم سږ کال کرکټ سره مخه ښه وکړه.
لیننګ د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.
دیرش کلن لیننګ په ۲۴۱ لوبو کې د استرالیا استازیتوب کړی.
لیننګ چې خپله نړیواله لوبه یې په ۲۰۱۰ کال کې پیل کړې وه، د کرکټ په ټولو دریو فارمیټونو کې یې تر ۸۰۰۰ ډېرې منډې جوړې کړې دي.