ارجنټاین د امریکا کوپا ۲۰۲۴م کال سیالیو پای لوبې ته ولاړ
Jul 10, 2024 15:49 Asia/Kabul
د ارجنټاین او کاناډا د فوټبال ملي لوبډلو نن سهار د امریکا کوپا دوه زره څلرویشت کال لوبو، په نیمه پای لوبه کې له یو بل سره مخامخ شوې.
په دې لوبه کې ارجنټاین لوبډلې د خولین الوارز او لیونل میسي په دوو ګولونو سره بریا خپله کړه او لومړۍ لوبډله شوه چې د امریکا کوپا لوبو پایلوې ته یې لاره پیدا کړه.
دا لوبه د امریکا د نیوجرسي ښار په مټ لایف لوبغالي کې ترسره شوه، چې دفاعي اتله یو ځل بیا پای لوبې ته ورسیده.
په ګروپي پړاو کې د ارجنټاین او کاناډا لوبډلې په یوه ګروپ کې وې، چې د دې پړاو په سیالۍ کې ارجنټاین کاناډا ته دوه صفر ماتتې ورکړه.
د امریکا کوپا سیالیو پای لوبه کې به د ارجنټاین سیال سبا د یوراګوای او کولمبیا د لوبډلو ترمنځ له لوبې وروسته معلوم شي.
ټیګونه