-
د نړۍ د فرنګي غېږنیونې اتلولي؛ د لومړیو ۴ وزنونو په پای کې په دوو سرو زرو او یوه سپینو زرو مډالونو سره د ایران لومړی مقام
Sep 20, 2025 08:57پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت د فرنګي غېږنیونې ملي لوبډلې د نړۍ د اتلولۍ سیالیو د لومړیو څلورو وزنونو د سیالیو په پای کې، د ۲ سرو زرو مډالونو، یوه سپینو زرو مډال او ۸۰ ټیمي نمرو سره، په قاطع ډول د درجه بندۍ په جدول کې لومړی مقام خپل کړ.
-
د مصر مفتي وائي؛ قرآن د کلتورونو اختلاف د ملګرتیا لپاره یو فرصت ګڼي
Sep 20, 2025 02:39د مصر مفتي زیاته کړې: اسلامي تمدن د پیړیو په اوږدو کې ثابته کړې چې ریښتینې پراختیا د پوهې، علم، دیني او اخلاقي ارزښتونو پر ترکیب ولاړه ده. لوي ښارونه لکه سمرقند، بخارا، بغداد، دمشق او قاهره وده وکړه، چیرې چې اقتصاد له کلتور سره او روح له پوهې سره یوځای شو. دا تمدنونه د بشر مشترکو میراثونو په جوړولو کې رول ولوباوه چې د بشري وجدان غني کوي.
-
د افغانستان طالبان هیڅکله هم د بګرام هوائي ډګر کنټرول چا ته نه ورکوي
Sep 20, 2025 02:35د افغانستان د طالبانو حکومت د امریکا د کرغیړن ولسمشر دونالد ټرمپ هغې ادعا ته غبرګون ښودلی چې ویلي ئې دي د بګرام پوځي هوائي ډګر د بیا کنټرولولو هڅه کوي او د داسې یوې موضوع د رامینځته کیدو امکان ئې په کلکه رد کړی دی.
-
له ایران سره د اوږدمهاله اړیکو ساتل د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ثابت رکن دی
Sep 20, 2025 02:31شفقت علي خان په اسلامآباد کې د خپلې اوونیزې خبري ناستې په ترڅ کې، د ایران او امریکا ترمینځ د تاؤتریخوالو د ختمولو لپاره د پاکستان د رول او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکائي سیال سره د پرلهپسې خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: تاسو ټولو د وروستیو تاؤتریخوالو په اړه(د اسرائیلو د تیریو له امله) د پاکستان دریځ لیدلی دی.
-
که ضرورت شو،نو پاکستان به خپل ایټمي ظرفیّت عربستان ته ورکړي
Sep 20, 2025 02:27د پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ د نوي دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې د اړتیا په بڼه کې به د دغه هیواد ایټمي ظرفیتونه ریاض ته ورکړل شي.
-
د ټرمپ لخوا د افغانستان د بګرام هوائي ډګر د بیا نیولو تصورملنډه ده
Sep 20, 2025 01:43د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانۍ غړې ویلي چې دافغانستان طالبان به هیڅکله هم د د بګرام هوايي ډګر ته امریکائي عسکرو ته د بیا ستنیدو اجازت ورنه کړي او د ټرمپ د دغې اډې د بیا نیولو په اړه خبرې تشه ملنډه ده .
-
د امنیت شورا په غونډې کې سیاسي فضا غالبه وه
Sep 20, 2025 01:35د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس له عمومي منشي سره په ټیلیفوني خبرو کې د آژانس د واکمنې شورا په غونډې کې د سیاسي فضا د غالبیدا په باب نیوکه وکړه.
-
په امنیت شورا کې د ایران پر ضد د بندیزونو د ځنډولو د دوام پریکړه لیک تصویب نه شو
Sep 20, 2025 01:28پارس ټوډي - د ملګرو ملتو امنیت شورا د سوئيلي کوریا له خوا د دغې شورا د پړاویز ې مشرې په توګه وړاندې شوی پریکړه لیک چې د ایران پر ضد د بندیزونو د دوامداره لغوه کولو په اړه ؤ، تصویب نه کړه.
-
د افغان طالبانو پالیسۍ د ښځو او د افغانستان د اقتصاد راتلونکې ګواښي
Sep 20, 2025 01:20پارس ټوډي - د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې په افغانستان کې د طالبانو په تیره بیا د ښځو پر ضد، د محدودوونکو پالیسیو پر وړاندې، سختې نیوکې کړې او خبرداری ئې ورکړی چې د نجونو د ښوونځیو تړل او د هغو اقتصادي او ټولنیزو پایلو د افغانستان ثبات له جدي خطر سره مخ کړی دی.
-
آیا د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ د جګړې احتمال شته؟
Sep 19, 2025 09:55پارسټوډي: د اسرائیلو له خوا پر قطر برید د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالی نور هم زیات کړی او د انقرې او تل ابیب ترمنځ د مستقیمې ډغرې احتمال ئې رابرسیره کړی دی.