-
له نړۍ سره زموږ د تعامل اساس، د ټولو حقونو ته درناوی دی
May 19, 2025 06:10پارس ټوډې - د ایران ولسمشر وویل: هیله لرم داسې یوه تفاهم ته ورسېږو چې باید په ځمکه کې د خپل ګډ کور په توګه، د حقیقت او عدالت د رامنځته کولو لپاره عمل وکړو.
-
له اندونیزیا سره د اړیکو پراختیا لپاره هر ډول آسانتیاوو ته چمتو یو
May 16, 2025 14:01پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا مشر د جمعې په ورځ وویل: د عامه او پارلماني ډیپلوماسۍ په برخه کې د اړیکو پراختیا او همدارنګه د قانون جوړونې له لارې د ایران او اندونیزیا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په برخه کې د هر ډول اسانتیاوو لپاره چمتو یو.
-
امریکا د صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې شریکه او د نکبت دوام ورکوونکې ده
May 16, 2025 13:44پارس ټوډې - په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي، د پنجشنبې په ورځ، په ځایي وخت او د نکبت له کلیزې سره سم، د ملګرو ملتونو په یوه ځانګړې غونډه کې، د فلسطین د خلکو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم روانو جنایتونو ته په اشارې سره، دا اقدامات یې د نسل وژنې یوه څرګنده بیلګه وبلله او امریکا یې په دې جنایتونو کې د بشپړ شریک په توګه معرفي کړه.
-
په سوریه کې د علوي ښځو سیستماتیکه تښتونه؛ د الجولاني د حکومت تر بیرغ لاندې د داعش د جنایتونو بیا تولید
May 13, 2025 11:52پارس ټوډې - له هغه وخت راهیسې چې د الجولاني په مشرۍ هیات تحریر الشام ډلې د تېر دسمبر په میاشت کې د سوریې کنټرول په لاس کې واخیست، له دې رژیم سره تړلو وسله والو ډلو لخوا د لسګونو ځوانو مېرمنو، په ځانګړي ډول له علوي ټولنې څخه، د تښتولو په اړه وحشتناک راپورونه خپاره شوي دي.
-
غزه کې نږدې ۴ زره ماشومان د لوږې له امله د مړینې له ګواښ سره مخ دي
May 06, 2025 06:20د غزې چارواکي وایي چې هلته له پنځهکلنۍ کمعمره څه باندې ۳ زره ۵۰۰ ماشومان د لوږې له امله د مړینې له خطر سره مخ دي. په داسې حال کې چې سلګونه زره نور ماشومان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
-
خپل هېواد ته راستنېدونکې افغانې نجونې او ښځې له ناڅرګند راتلونکې سره مخ دي
May 05, 2025 13:36د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنري (UNHCR) ویلي چې په تېره اپریل میاشت کې ۲۵۰ زره افغان کډوال په ډېر بدحالت کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
-
پاکستان ته د عراقچي د سفر اهمیت څه دی؟
May 05, 2025 12:10پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادلې په موخه، له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې او سلامشورو لپاره اسلام آباد ته ولاړ.
-
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۴ نیم ټنه طبي تجهیزاتو مرسته کړې
May 04, 2025 14:27د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې، له افغانستان سره یې د ۴.۵ ټه طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
-
د آزادۍ پر بېړۍ برید؛ د قدس د اشغالګر رژیم لخوا د انساني کرامت پر وړاندې یو بل جنایت
May 04, 2025 13:00پارس ټوډې - "د غزې د محاصرې ماتولو لپاره د آزادۍ پر بېړۍ" باندې د صهیونیسټي رژیم د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله، دا کښتۍ چې د غزې خلکو ته یې بشري مرستې لیږدولې، ډوبه شوه.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د دروغو تکرار او پاروونکې څرګندونې اساسي واقعیتونه نه بدلوي
May 03, 2025 13:07پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دې په بیان سره چې د دروغو تکرار، اساسي واقعیتونه نه بدلوي، ویې ویل: ایران د NPT د بنسټ ایښودونکو لاسلیک کوونکو د یوه غړي په توګه، حق لري چې د اټومي سونګو بشپړه دوره ولري.