-
په غزې د صهیونیسټي رژیم په حملو کې ۴۹ نور فلسطینیان په شهادت ورسېدل
Jan 08, 2025 09:53د فلسطین روغتیا وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د غزې پر مختلفو سیمو د صهیونیسټانو په حملو کې د سه شنبې له سهار څخه تر تیرې شپې پورې لږ تر لږه ۴۹ ملکیان په شهادت رسېدلي دي.
-
هغه کسان چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري باید له پاکستانه ونه ایستل شي
Jan 08, 2025 09:23په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشره فلیپا کاندلېر ویلي، هغه کسان چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري باید له پاکستانه ونه اېستل شي.
-
تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي
Jan 08, 2025 08:50د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
-
له تاجکستان سره د طالبانو سیاسي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي
Jan 04, 2025 04:05د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې تر پخوا له تاجکستان سره د دوی سیاسي اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.
-
۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ۴۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jan 03, 2025 03:42د سره صلیب نړیوالې کمېټې آی سي آر سي په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر دوام اندېښنه ښودلې او ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د ماشومانو په ګډون ۴۵۵ کسان د نا چاوده توکو د چاودنو اړوند پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.
-
په افغانستان کې روان ژمی یوازې له نیمايي اړمنو لاسنیوی کولای شو
Jan 03, 2025 02:40د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دا بنسټ په افغانستان کې د بودیجې کمښت له امله د ۱۴ میلیونو اړمنو له ډلې یوازې د ۷ میلیونو لاسنیوی کولای شي.
-
د ایران او چین ترمنځ د همکارۍ نوی فصل
Dec 28, 2024 03:00د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیجینګ ته د سفر پر مهال د «پیپلز ډیلي» په یوه لیکنه کې لیکلي: د يوه پراختيايي هېواد په توګه د چين برياليتوب د نورو پراختيايي هېوادونو لپاره ډېرې هيلې پرانيزي، چې کولای شي د همغږۍ، همدردۍ او همکارۍ په سيوري کې له ډېرو سختو ستونزو سره مقابله وکړي.
-
د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا موخه هوکړه لاسلیک شوه
Dec 27, 2024 12:50د قزوین او د کراچۍ د سوداګرۍ، صنایعو او کانونو خونې ترمنځ د تفاهم د لاسلیک مراسم، د پاکستان د اقتصادي مرکز په توګه په کراچۍ ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت د قونسلګرۍ په کوربه توب ترسره شول.
-
مسکو ته د ایران د ولسمشر د سفر په ترڅ کې د ایران او روسیې ترمنځ د هراړخیزو همکاریو سند لاسلیک کېږي
Dec 27, 2024 12:47په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي وویل: مسکو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د سفر په لړ کې به، د ایران او روسیې ترمنځ د ملګرتیاوو جامع سند، د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو«مسعود پزشکیان» او ولادیمیر پوتین" له خوا لاسلیک شي.
-
د یوریشیا په اتحادیه کې د ایران څارونکي غړیتوب ولې مهم دی؟
Dec 27, 2024 12:38د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، د یوریشیا په اقتصادي اتحادیه کې د ایران د څارونکي غړیتوب د هرکلي ترڅنګ، د تهران او د دغې اتحادیې د پنځو غړیو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د موافقې عملي کېدل، د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ د تبادلې د نوي فصل په توګه یاد کړ چې بل ګام به د ټرانسپورت په برخه کې د همکارۍ پراخول وي.