په افغانستان کې روان ژمی یوازې له نیمايي اړمنو لاسنیوی کولای شو
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دا بنسټ په افغانستان کې د بودیجې کمښت له امله د ۱۴ میلیونو اړمنو له ډلې یوازې د ۷ میلیونو لاسنیوی کولای شي.
د دغه سازمان د بیړنۍ څانګې مشر پاولین ایلوف په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا بنسټ خوراکي توکو ته د دوو اړمنو کورنیو له ډلې یوازې له یوې کورنۍ سره مرسته کولای شي.
خوړو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې افغانستان سخت ژمی په مخکې لري او د تګراتګ ډېرې لارې به د واورې ورېدنې له امله وتړل شي.
نوموړي بنسټ زیاته کړې چې کورنۍ روان ژمی په لرې پرتو سیمو کې د ژوندي پاتې کېدا لپاره خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په لرې پرتو سیمو کې له اړمنو د لاسنیوي لپاره له وړاندې ځینو کلیو ته خوراکي توکي استولي دي.
د نوموړي سازمان په خبره، په لرو پرتو سیمو کې د ځینو کورنیو لپاره د دغه بنسټ له خوراکي مرستو پرته ژمی تېرېدل ناشونی دی.
خوړو نړیوال پروګرام له هېوادونو او همکارو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره له دغه بنسټ سره مرسته وکړي.
یاد بنسټ د روان کال د لیندۍ پر ۲۷مه ویلي وو چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې بل وخت خواړه به له کومه کړي.
له دې وړاندې خوړو نړیوال پروګرام ویلي مو چې دا بنسټ په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۷۱۸ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.