-
د غزې خلک هره ورځ د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي
Feb 02, 2024 03:03د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطیني کډوالو د مرستې رسونې او کارموندنې ادارې آنروا (UNRWA) په یوې بیانیې کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپره شوې، اعلان کړی، له هغه ځایه چې د غزې په تړانګه کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یوه ننګونه ده، زیات خلک په دې سیمه کې د محرومیت او ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
-
د غزې د خلکو د عامې وژنې پر وړاندې چوپتیا له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Feb 02, 2024 02:41د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر په غزې تړانګه کې د فلسطیني ولس د ډله ایزې وژنې پر وړاندې چوپتیا، له نړیوالو ارزښتونو او قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.
-
د ایران او عربستان خارجه وزیرانو د غزې په هکله خبرې اترې وکړې
Feb 01, 2024 04:16د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د غزې د بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.
-
د یمن په ضد به د امریکا هرډول بلاغوښتنه له ماتې سره مخ شي
Jan 31, 2024 03:08د یمن دلوړې سیاسی شورا لوړپوړي مسئول محمد علی الحوثي پرون ناوخته دې ته په اشارې سره چې امریکا ګواښ کړی دی ، چې دیمن په ضد به ټوله جبهې فعالې کړي، واشنګټن ته خبرداری ورکړ،چې هر هغه بلاغوښته به چې ددغه ګواښ د عملی کیدا په لړ کې وي ، له ماتې سره مخ شي او د یمن د پوځ او ولس له خوا به کلک او هوډمن ځواب وویني .
-
یمن له امریکا او انګلستان سره اوږدمهاله مقابلې ته تیار دی
Jan 31, 2024 02:58مونږ له ستمګرو پوځونو سره د اوږدمهالې مقابلې لپاره تیار یوو او امریکایان او انګریزان او هغه کسان چې له دوي سره غږمله دي ، باید د یمن د کلک هوډ او ارادې قدرت باندې پوهه شي او دا چې په دې باب هیڅ بحث نشته .
-
د صهیونیسټي اسیرانو کورنیو، د بندیانو د تبادلې لپاره د یوې موافقې پر ضرورت ټینګار وکړ
Jan 30, 2024 03:59د صهیونیسټي رژیم ۱۲ چینل د دوشنبې په شپه د دغه رژیم د کورنیو له قوله راپور ورکړی چې دوی د صهیونیسټي اسیرانو د بیرته ستنېدو لپاره د یوې موافقې پر ضرورت ټینګار کړی دی.
-
سوریې کښې د داعش ډلې مشر هلاک شوی
Jan 29, 2024 02:29فارس خبري اژانس راپور راکړی د سوریې پوځ د داعش ترهګرې ډلې د اصلي مشر د وژل کیدا خبر ورکړ.
-
ایران د «انروا» اژانس پرضد تورونه په کلکه وغندل
Jan 29, 2024 01:32زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني» د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د کار موندنې د اژانس «انروا» د کارکونکو پرضد د صهیونیسټ رژيم ادعاګانې او د اسرائیلو له دغو ادعاګانو سره د ځینو هیوادونو چې اکثره یې اروپایان دي ملګرتیا کول وغندل.
-
د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري
Jan 26, 2024 01:05د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطین خلک باید د ملګرو ملتونو په مرسته د انتخاب حق ولري، چې دا موضوع د ټولو فلسطینیانو په حضور او د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره ترسره کېدای شي.
-
غزې تړانګه د نیواکګرو اسرائیلو په هدیرې بدله شوي ده
Jan 24, 2024 01:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي « عزت الرشق» د قدس د نیواکګر رژیم د څلرویشتو پوځیانو هلاکت ته په اشارې سره وویل د جنګ له لومړیو څخه مو ویلي وو چې غزې تړانګه به د نیواکګرانو په هدیرې بدله شي.