د لبنان حزب الله د زره ضد زر توغندي توغولي دي
صهیونیسټي رسنیو اعتراف کړی چې د لبنان حزب الله پر غزې تړانګې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه د نیواکي فلسطین په شمالي سیمو کې د صهیونیسټي رژیم پر ځایونو د زره ضد زر توغندي توغولوي دي او د تل ابیب پوځي چارواکي له دې توغندیو سره د مقابلې لپاره کومه حل لاره نه لري.
د ایرنا د خبر له مخې، د صهیونیسټي رژیم رسنیو نن چهارشنبه د دې مطلب په بیان سره زیاته کړه: د نیواکي فلسطین په شمال کې پر میرون هوايي کنټرولي او د څارنې پر مرکز باندې، د حماس د مرستیال صالح العاروري له ترور وروسته، هغه توغندي چې وتوغول شول، په سمه توګه په خپل هدف ولګېدل.
دې رسنیو وړاندوینه کړې چې په راتلونکې کې د هرډول نښتو رامنځته کېدلو په صورت کې، حزب الله به د نیواکي فلسطین پر مرکزي او شمالي سمیو باندې زرګونه درنې وسلې او د توغندیو ضد توغندي وکاروي.
د لنبان اسلامي مقاومت نن چهارشنبه هم د نیواکي فلسطین په شمال کې پر الجلیل الاعلی سیمې سلګونه توغندي توغولي دي. د لبنان حزب الله همدارنګه پرون اعلان وکړ چې د جبل الجرمق پر غره باندې پر میرون هوايي کنټرولي او څارنې مرکز باندې یوځل بیا پراخ توغندي توغولي دي.