د فلسطین له خلکو سره باید پیوستون دوام ولري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i146684-د_فلسطین_له_خلکو_سره_باید_پیوستون_دوام_ولري
په پاکستان کښې د جنوبي افریقا د لوړ کمیسیون سلاکار «برایان ویتبوی» د فلسطین د غزې تړانګې له مظلومو خلکو سره د نړیوال پیوستون د دوام پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2024-02-24T23:17:59+00:00 )
Feb 25, 2024 01:33 Asia/Kabul
  • د فلسطین له خلکو سره باید پیوستون دوام ولري

په پاکستان کښې د جنوبي افریقا د لوړ کمیسیون سلاکار «برایان ویتبوی» د فلسطین د غزې تړانګې له مظلومو خلکو سره د نړیوال پیوستون د دوام پرضرورت ټینګار وکړ.

هغه په اسلام اباد کښې له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ د اهمیت په هکله وویل په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو د نسل کشۍ په  پرله پسې ډول غندل ضروري دي او دنیا باید د فلسطینیانو په ملاتړ کښې سستۍ ونکړي.

په پاکستان کښې د جنوبي افریقا د لوړ کمیسیون  سلاکار« برایان ویتبوی» دغه راز په غزې تړانګه کښې د نسل کشۍ او د جنګ د ختمولو لپاره په اسرائیلو او د هغه په ملاتړو هیوادونو  باندې د دباو په راوستلو او د ډپیلوماټیکو هڅو په دوام ټینګار وکړ.

د پاکستان د عدلیې وزیر« احمد عرفان اسلم» هم په تیرې جمعې ورځ د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په ارتباط د انصاف په نړیوالې محکمې کښې د ښکاره غونډو په اومه ورځ د صهیونیسټ  رژیم نیواک د فلسطین د خلکو د برخلیک د ټاکلو د حق د اعمالیدا خنډ وباله او له دغه محکمې یې وغوښتل له خپلو قضايي دندو سره سم د صهیونیسټ رژیم د نژاد پرستانه سیسټاماټیکو اقدماتو مخه ونیسي.

په عین حال کښې په هالینډ کښې د جنوبي افریقا سفیر «وسیموزي ماډونسلا» پرون په ټولو هیوادونو غږ وکړ په هغه دوسیه کښې چې جنوبي افریقا په هیګ کښې د انصاف نړیوالې محکمې ته ورکړي ده ګواهي ورکړي چې صهیونیسټ رژيم د فلسطین د خلکو د نسل کشۍ په جرم سزا کړي.