-
نړیواله ټولنه باید د صهیونیسټانو د جنایتونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي
Oct 18, 2023 07:19د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر سید عمار حکیم په یوه پیغام کې په « معمداني » روغتون باندې د صهیونیسټي رژیم وحشیانه برید په کلکه غندلی او د دغه جنایت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د چوپتیا د ماتېدو غوښتنه وکړه.
-
د فلسطینیانو په ضد داسرائيلو جنایتونه نسل وژنه ده
Oct 18, 2023 02:49د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان له فلسطینه د اسلام اباد پر هراړخیزو ملاتړونو باندې په ټينګار سره په غزې کې د اسرائیلی نیواکګرو وروستي جنایتونه په کلکه محکوم کړل.
-
د افغانستان په لوګر ولایت کې د فلسطین په ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم پر ضد لاریون وشو
Oct 17, 2023 10:39د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې سلګونه کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاريون وکړ او د غزې پر تړانګې د صهیونیسټي رژیم وحشيانه بریدونه وغندل. نور جزئیات زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د فلسطین مقاومت ډلې د فیصلو په ترسره کولو کښې خپلواکه دي
Oct 17, 2023 00:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې د فلسطین د مقاومت ډلې په فیصلو ترسره کولو او تشخیصولو کښې خپلواکه دي ټينګار وکړ د صهیونسیټانو د تیریو په مقابل کښې د مقاومت ډلو لخوا هر اقدام او د دوې جایزه دفاع باید د ټولو هیوادونو لخوا تائید شي.
-
امریکا د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریکه ده
Oct 17, 2023 02:38العهد خبري سایټ راپور ورکړ د عراق د الصادقون غورځنګ ویاند محمد البلداوي وویل امریکا د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو د نیواکګر رژیم په جنایتونو باندې د سترګو په پټولو سره د فلسطین په غزې تړانګه کښې په نسل وژنه کښې د اسرائیلو رژیم ملګري ده.
-
د لبنان حزب الله د اسرائیلو په ټانک برید کړی
Oct 17, 2023 02:02زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وویل په یوه هدایت شوي توغندي سره یې د قدس د نیواکګر رژیم ( اسرائیلو)د په یوه مرکاوا ټانک باندې حمله کړي ده.
-
اسلامي هیوادونه باید د اسرائیلو جنایتونه وغندي
Oct 17, 2023 01:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال «محمد مخبر» د اسلامي هیوادونو لومړیو وزیرانو او خپلو هم څنګانو ته په یوه پیغام کښې د فلسطین په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا نسل وژنه وغندله او د فلسطین له مظلومو خلکو سره د مرستو کولو لپاره یې د اسلامي دنیا د پیوستون پرضرورت ټینګار وکړ.
-
د اسرائیلو د دړې وړې کیدا لومړۍ مرحله پیل شوي
Oct 17, 2023 01:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي د طوفان الاقصی ویاړ رامینځته کونکو پوځي عملیاتو ته په اشارې سره دغه عملیات د صهیونیسټ جعلي رژیم د ژر د دړې وړې کیدا لومړنۍ مرحله وبلله.
-
د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد د اسرائیلو د ظلمونو په هکله مولوي لطیف الله حمید او غیور حسین غالب څه نظرونه لري؟
Oct 15, 2023 11:47د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو اسرائیلو له تیرو څو ورځو راهسې د فلسطین د مظلوم ولس پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی مونږ په دې هکله د دیني او د نړیوالو چارو د کارپوه مولوي لطیف الله حمید او د نړیوالو مسائیلو اګاه ښاغلي غیور حسین غالب نظرونه پوښتلي دي چې اوس یې په دغه ګردي میز کښې درسره شریکوو.
-
ولسمشر رئیسي د قطر له امیر او د عراق له لومړي وزیر سره د فلسطین د حالاتو په اړه ټلفوني خبرې وکړې
Oct 15, 2023 02:23د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د فلسطین د اوسني وضعیت او د غزې د تړانګې د حالاتو په اړه ټلفوني خبرې وکړې.