په سمندر کې پوځي عملیات یوازې د اسرائيلي کشتیو پرضد دي
له دې مخکې د یمن د سواحلو د دفاع قوماندان محمد علي القادري ويلي وو، ترهغه مهاله چې په غزې تړانګې کې زموږ مقاومت کوونکو وروڼو پر ضد د اسرائیلو تیري ونه درېږي، موږ به د اسرائيلو کشتیو ته ته په مکران او سره سمندر کې د تلو راتلو اجازت ورنه کړو او زموږ د ټاټوبي سمندري حدود به صهیونیسټي دښمن د کشتیو په ګورستان بدل کړو.
د یمن د انصار ا...ولسي غورځنګ د سیاسی دفتر یو مسئول مقام ټينګار وکړ، په سره سمندر او مکران سمندر کې د یمني ځواکونو پوځي عملیات یوازې د اسرائیلی کشتیو پر ضد دی.
المیادین خبري چینل راپور ورکړ، د یمن د انصار ا... ولسي غورځنګ د سیاسي دفتر یو مسئول محمد البخیتي وويل، په سره سمندر او مکران سمندر کې د یمن د ځواک پوځي عملیات انساني او اخلاقي اهداف لري.
البخیتي زیاته کړې ده، په سره سمندر او مکران سمندر کې زموږ پوځي عملیات یوازې د اسرائيلو کشتۍ په شیشت کې راولي.
البخیتي د دې خبرې په کولو سره چې د نیواکګر او وحشي رژيم پرضد زموږ پوځي عملیات د فلسطینیانو پر ضد د دغه وحشي رژیم د جنایتونو تردرېدا پورې دوام ولري او پراختیا به ولري، روښانه کړه؛ که هېوادونه په غزې کې د نسل وژنې د جنایت درولو لپاره د خپلو انساني دندو په ترسره کولو کې لټي کړې ده، دوی ته سپارښتنه کوو، چې د دغو جنایتونو د عاملانو ملاتړ نه کوي.
له دې مخکې د یمن د سواحلو د دفاع قوماندان محمد علي القادري ويلي وو، ترهغه مهاله چې په غزې تړانګې کې زموږ مقاومت کوونکو وروڼو پر ضد د اسرائیلو تیري ونه درېږي، موږ به د اسرائيلو کشتیو ته په مکران او سره سمندر کې د تلو راتلو اجازت ورنه کړو او زموږ د ټاټوبي سمندري حدود به صهیونیسټي دښمن د کشتیو په ګورستان بدل کړو.