امریکا په غزې جنګ کښې په خپل رول اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142554-امریکا_په_غزې_جنګ_کښې_په_خپل_رول_اعتراف_وکړ
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړی د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د غزې په جنګ کښې د واشنګټن د رول لوبولو په ضمني ډول تائیدولو سره وویل مونږ به د فلسطین حماس غورځنګ ته د بریالیتوب اجازه ورنکړو.
(last modified 2023-12-03T04:34:11+00:00 )
Dec 03, 2023 09:00 Asia/Kabul
  • امریکا په غزې جنګ کښې په خپل رول اعتراف وکړ

الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړی د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د غزې په جنګ کښې د واشنګټن د رول لوبولو په ضمني ډول تائیدولو سره وویل مونږ به د فلسطین حماس غورځنګ ته د بریالیتوب اجازه ورنکړو.

هغه د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کښې د رونالډ ریګن موسسې په سرپرستۍ سره په یوې غونډې کښې په وینا کښې وویل له اسرائیلو د امریکا ملاتړ د شخړې وړ نه دی او هیڅ وخت به داسې نه وي.

د امریکا دفاع وزیر لوئید اسټین وویل مونږ  په ځلونو د اسرائیلو چارواکو ته ویلي دي چې په غزې کښې د ملکي وګړو حفاظت کول یو اخلاقي مسوولیت او یو سټراټیژیک ضرورت دی.

هغه د صهیونسیټ رژیم زیاتو جنایتونو او د فلسطینیانو نسل کشۍ ته له اشارې پرته وویل مونږ به په دنیا کښې د اسرائیلو تر ټولو نږدي دوست پاتې شو او حماس غورځنګ ته به د بریالیتوب اجازه ورنکړو.