امریکا د صهیونیسټ رژیم بشپړه ملاتړي کوي
الرساله اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي وویل امریکا د صهیونیسټ رژیم په ټولو ترهګرو عملیاتو او حملو کښې د اسرائیلو رژیم دفاع کونکي ده.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر غړي «عزت الرشق »نن وویل په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د یرغل له پیل راهسې د امریکا حکومت نه یوازې دغه یرغل ، د فلسطین د ملت پرضد نژادي پاکونې او نسل کشۍ ته شین څراغ ښودلی دی بلکې تل په ټولو ترهګرو عملیاتو او حملو کښې د اسرائیلو د رژیم سخته دفاع کونکي ده.
عزت الرشق زیاته کړه نن سبا د صهیونیست رژیم دروغ ویل چې حماس غورځنګ د جنګ د له سره پیلیدا او د اوربند د نه تمدیدا مسوول معرفي کوي په بې شرمۍ سره تکراروي.
په غزې تړانګې کښې د فلسطین د حکومت د اطلاعاتو دفتر وویل چې په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د شهیدانو شمیر څه د پاسه پینځلس زره کسانو ته رسیدلی دی چې شپږ زره او یوسل پنځوس پکښې ماشومان او د څه د پاسه څلور زره پکښې ښځې دي.