-
روسیه به په ټیټه بیه تیل او ګاز خرڅ نکړي
Sep 12, 2022 00:40ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د انرژۍ وزیر نیکلای شولګینوف وویل ماسکو به په هغو هیوادونو باندې چې د انرژۍ د بیو اندازه اعمال کړي ګاز یا تیل خرڅ نکړي.
-
د اروپا د دریو هیوادونو غیر رغنده بیانیې ته د ایران له خبرداري ډک غبرګون:-
Sep 11, 2022 09:27د ایران اسلامي جمهوریت د دریو اروپايي هیوادونو انګلستان، فرانسې او جرمني وروستۍ بیانیه غیر رغنده او د ښه نیت پرخلاف وبلله او دغو هیوادونو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ډیپلوماټیک بهیر د خرابولو پړاو ته د ورننوتلو پرځاې د یو څو پاتې نظرونو د اختلاف د ختمولو لپاره د حل لارې د وړاندې کولو لپاره لا فعال رول ولوبوي.
-
درې اروپايي هیوادونه د امریکا سیاستونه تعقیبوي
Sep 11, 2022 06:49زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي مرکچي ټیم سلاکار محمد مرندي د اروپا د دریو هیوادونو انګلستان د جرمني او د فرانسې بیانیې ته په غبرګون کښې دغه هیوادونه د امریکا د سپینې ماڼۍ د سیاستونو پیروي کوونکي وبلل.
-
ایران د اروپايي ټرائیکا نارغنده خبرپاڼې ته غبرګون وښود
Sep 11, 2022 00:22د ایټمي موافقې(برجام) غړو دریو اروپايي هیوادونو(بریطانیې، فرانسې او جرمني) په یوې بیانیې کښې له ایران سره د ایټمي مذاکراتو په هکله خپلې ادعاوې تکرار کړې
-
د ایران په ۵ ولایتونو کې دایټمی صنعت ماډرن مرکزونه جوړیږي
Sep 10, 2022 08:59ایراني متخصصان په وروستیو کلونو کې له بندیزونو سره سره بریالي شوي دي دایټمی پوهې او تولیداتو د پراختیا په زمینې کې مخکښ شي او د ریډیو ایکټیو درملو او ایټمی طبی تجهیزاتو په برخې کې پرمختللی تجهیزات تولید کړي.
-
اسلامی ایران ملګروملتو ته د آلبانیه په ضد سخت اعتراض وکړ
Sep 10, 2022 08:20په ملګروملتو کې دایران دا سلامی جمهوریت دایمی نمایندګۍ ددغې موسیسې سرمنشي او په دغې موسیسې کې دآلبانیه دایمی نمایندګۍ ته په یوه لیک کې په تیرانا ښار کې د ایران دډيپلوماټيکو او کنسولی ځایونو په ضد ددغه هیواد د حکومت تاؤتریخجن اقدامات په کلکه محکوم کړل.
-
د اوکراین د غلو دانو زیاتې کشتۍ شتمنو هیوادونو ته روانې دي :-
Sep 10, 2022 11:03په داسې حال کښې چې د افریقا د لوې وچې او د لاتیني امریکا ډير هیوادونه د روسیې او د اوکراین له بندرونو د غلو دانو د رسیدا په تمه دي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بې وزله هیوادونو ته د غلو دانو د رسولو لپاره د لویدیځو هیوادونو د نه ژمنتیا خبر ورکړ.
-
هنګري هیواد د اروپا په تګ لارو باندې نیوکه وکړه
Sep 09, 2022 00:52فارس خبري اژانس وايي د هنګري هیواد لومړي وزیر د روسیې پرضد د بایکاټ په سیاستونو باندې نیوکې سره وویل د روسیې د کمزوري کولو لپاره هڅه ناکامه ده او اپوټه د ماسکو پرضد د بایکاټ له کبله د انرژۍ کمښت او سخت انفلاسیون به اروپايي هیوادونه په ګونډو کړي.
-
د لویدیځو هیوادونو وسلې د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورځي
Sep 09, 2022 00:37اسپوتینک خبري اژانس وايي د روسیې د کورنیو چارو وزارت وویل د لویدیځو هیوادونو جوړې ګڼ شمیر وسلې چې اوکراین ته یې ورکوي د تورو بازارونو له لارې د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورځي.
-
د روسیې د انرژۍ د بیو د اندازې د ټاکلو پر سر په اروپايي اتحادیې کښې اختلاف:-
Sep 08, 2022 10:52د انرژۍ پر سر جنګ زیات شوی دی. اروپا په داسې حال کښې چې د خپلې د ضرورت وړ انرژۍ په تیره بیا په ژمي کښې د ګازو د تامینولو په هکله اندیښمنه ده هڅه کوي چې له روسیې څخه د ګازو د واردولو لپاره د بیو د اندازې په ټاکلو سره هماغه راز ماسکو تر دباو لاندې ورولي خو تراوسه دغه موضوع د اروپايي اتحادیې د غړیو ترمینځ د درز د رامینځته کیدا سبب شوي ده.