د امریکا ولسمشر د نړۍ د هیوادونو سپکاوی کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سپکاوي ډکو څرګندونو ته چې د نړۍ ټول هیوادونه یې د امریکا شلیدلي پتلون ته ورته بللي وو وویل توکمپاله افکار د بشري حقوقو د مدعیانو په خبرو کښې اوج ته رسیدلي دي.
هغه وویل د نړۍ د نورو ملتونو او د هیوادونو په هکله د امریکا مستکبرانه کړچار د همدغو افکارو او د ویناو عملي ترجمه ده.
د دنیا خلکو ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن دغه سپکاوی په داسې حال کښې دی چې دوه میاشتې مخکې د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسوول جوزپ بورل هم د بیلجیم په پروژ ښار کښې د اروپا د ډیپلوماسۍ د پوهنتون د یوه مرکز د پرانیستلو په وخت په یوې عجیبه وینا کښې ویلي وو اروپا یو باغ دی او مونږ ټولو دغه باغ جوړ کړی دی او دغه باغ د سیاسي ازادۍ د اقتصادي لرلیدونو او د ټولنیزې کوټلتیا تر ټولو ښه ترکیب لري.
هغه ویلي وو چې نوره دنیا حقیقي باغ نه دی او د نړۍ اکثره سیمې ځنګلونه دي او ځنګلونه ممکنه ده چې په باغ حمله وکړي.
داسې څرګندونې چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي وو او ځینو هیوادونو دغه وینا د لویدیځو هیوادونو د اخلاقي غورځیدا او د نژاد پرستۍ نښه بللي ده.
د اروپا د پارلمان ځینو استازیو هم د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول جوزپ بورل وینا د استعماري تفکراتو او د نوي استعمار نښه بللي وه.