اروپایي هیوادونه د درملو له کمښت سره مخامخ شوي
Jan 16, 2023 04:15 Asia/Kabul
د څو میاشتې را په دې خوا خلګ په اروپایي هیوادونو کې د ځینو درملو په پیدا کولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د الجزیرې له راپور سره سم، اوس مهال په اروپا کې د شکرې د ناروغۍ او سرطان په شمول دیارلس مهمې درملې نه پیدا کیږي او ناروغان له زیاتو ستونزو سره لاس په ګرېوان دي.
اروپایي هیوادونه د ساړه موسم او د کرونا د وبا د بیا خپراوی او همدارنګه د درملو په جوړولو کې په چین باندې د پې یلتیا او د اکراین د جګړې د امله د رامینځ ته شویو لانجو په خاطر د شکرې، د وینو د فشار، انټي بیوتیکونو او د درد ضد درملو له کمښت سره مخامخ شوي دي.
ټیګونه