-
ایران د زور خبره نه مني
Jun 18, 2022 00:39د تهران د جمعې د لمانځه خطیب وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د بندیزونو د اوچتولو مذاکرات په عزت سره تعقیبوي او د زور خبرې ته غاړه نه ږدي
-
اوکراین تر راتلونکو دوو کلونو پورې د نړۍ له نقشې ختمیږي
Jun 16, 2022 00:53تاس خبري اژانس وايي د روسیې د ملي امنیت د شورا نائب رئیس وویل ممکن دی چې اوکراین تر راتلونکو دوو کلونو پورې د ځمکې له نقشې پاک شي او امریکا حتی دغه موضوع ته اهمیت نه ورکوي.
-
له لویدیځ سره د نیغ په نیغه پوځي جنګ د رامینځته کیدا په هکله د روسیې خبرداری:-
Jun 10, 2022 09:37روسیې لویدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې د ماسکو د بیخ بنایانو پرضد اینټرنیتي (Cyber Attacks) حملې د نیغ په نیغه پوځي ټکر خطر ځان پسې لري.
-
د ایران ملت هیڅکله د زور خبره نه مني
Jun 10, 2022 06:45زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیګا په دې خبرې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد پریکړه لیک تصویبیدل د صهیونیسټ رژیم په لمسولو سره ترسره شوي دي وویل هیڅوک د زور په ژبه د ایران له ملت سره خبرې نشي کولای.
-
صهیونیسټي رژیم د ایران خلاف د آژانس د احتمالي پریکړه لیک ملاتړی دی
Jun 08, 2022 08:33سلامي: د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې د ایران خلاف د احتمالي پریکړه لیک د مسودې طرحه، د زیات نه زیات دباؤ د سیاست په لړ کښې ده
-
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنۍ شورا کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک بنسټګرو ته خارجه وزیر خبرداری:-
Jun 06, 2022 10:31د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن سهار او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د غونډې په درشل کښې په یوه ټویټ پیغام کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسوول جوزپ بوریل سره خپلو وروستیو ټيلي فوني خبرو ته اشاره وکړه او ویې لیکل: له جوزپ بورل سره به مو د بایکاټونو د لغو کیدا او د بندیزونو د دوام د څرنګوالي په هکله سلامشوره کړي وه.
-
امیر عبداللهیان په آژانس کښې د ایراني ضده پریکړه لیک برابرونکو ته خبرداری ورکړ
Jun 06, 2022 01:14د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو ټویټ کښې ولیکل: که د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایراني ضده پریکړه لیک بنسټګر د ګواښ طریقه تعقیب کړي نو د هغې د ټولو پایلو ذمه وار به وي.
-
د ایران پرضد د پریکړه لیک مسوده بې معنا ده
Jun 05, 2022 00:21فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف په یوه ټویټر پیغام کښې د ایران پرضد د لویدیځو هیوادونو د پریکړه لیک مسوده چې ټاکل شوي ده د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډې کښې مطرح شي بې معنا وبلله.
-
ایران ، امریکا او دریو اروپايي هیوادونو ته خبرداری ورکړ
Jun 01, 2022 23:57فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده امریکا او دریو اروپايي هیوادونو ته په خطاب کښې وویل یا ډيپلوماسۍغوره کولای شئ یا په مخالف لور کښې اقدام ترسره کړي مونږ د دواړو چارو لپاره چمتو یوو.
-
د روسیې استازي د اټومي اژانس مسودې ته غبرګون ښودلی
Jun 02, 2022 01:09زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي او سفیر میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډه کښې د پریکړه لیک د مسودې د برابرولو په هکله د لویدیځو هیوادونو د ایران ضد اقدام د اټومي تړون د احیا او د اټومي اژانس او د تهران د حرفه اي اړیکو د ساتلو په لاره کښې خنډ وباله.